دچنګاښ د څلورمې نیټې ځینې مطبوعات
د امریکا خلک د مریتوب د سمبلونو او یوې یوې مجسمې د نسکورولولپاره بې ځنډه هلې ځلې کوي .
کیهان
د یمن انصار ا... غورځنګ دې ځل د عربستان په دو نورو ښارونو سربیره په ریاض کې دوه حساس مرکزونه هم په نښه کړل . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د عربستان د خاورې دننه د حملې جزیات بیان کړل . هغه وویل د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض پرضد د څلورم دفاعي انډوال په نوم ترټولو ستر عملیات اجرا کړل .
یحیی سریع وویل د یمن ځواکونو د څلورم دفاعي انډول په عملیاتو کښې په ریاض ، جیزان او نجران کښې د سعودي عربستان په دفاع وزارت ، استخباراتو مرکز ، سلمان هوايي ډګر او ځینو پوځي مرکزونو بریدونه وکړل . د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دغه پوځي عملیات د قدس او د ذوالفقار په نوم ګڼ شمیر بلاسټیک او کروز توغندیو او دغه راز په بې پایلوټه الوتکو سره ترسره شوي دي .
هغه وویل د یمن عسکر به د کلابندۍ تر ختمیدا ، د تیریو تر بندیدا او د خپلواکۍ او د ازادۍ تر تحقق پورې خپل سخت او قوي عملیات اجرا کړي .
د امریکا خلک د مریتوب د سمبلونو او یوې یوې مجسمې د نسکورولولپاره بې ځنډه هلې ځلې کوي .
ماسکو وایی پر ایران د اروپا ټرویکا دباو ایټمی موافقې ته د ژمنتیا د ادعاپه اپوټه دې .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پمپئو ادعا ته ځواب ورکړ. جواد ظریف د امریکا د خارجه وزیر پمپئو ادعا ته په غبرګون کښې وویل مایک پمپئو دومره د دنیا خلکو ته د دوکې له ورکولو ناهیلی شوی دی چي ادعا کوي د اکتوبر د میاشتې په رارسیدا سره ایران جنګي الوتکې اخلي او بیا به دغه الوتکې نورو هیوادونو ته واستوي .
د اسرائیلو رژیم چارواکو د عربو هیوادونو له مقاماتو سره کتنې کړي دي . د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې وزیر ایلي کوهین ایشوا کړه چې ما د ځینو عربو هیوادونو له چارواکو سره کتنې کړي او ورسره مو یوتړون لاسلیک کړی دی . له صهیونیسټ رژيم سره د سیمې د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د اماراتو ، سعودي عربستان او د بحرین د اړیکو د عادي کولو بهیر په داسې حال کښې دی چې دغه رژیم د فلسطین د خلکو په ځپلو سربیره په ډیرو عربو او اسلامي ټاټوبو کښې هم زیات جنایتونه کړي دي .
د سږ کال حج د کرونا په وجه لغوه شو او یوازې عربستانی ښاریز د حج په سږ کال دستورو کی ګډون کوي .
اطلاعات
د ایران د قضاییه قوې مشر سید ابراهیم ریسی وایی په امنیتی مسلو کی هیچا سره تعارف نلرو او اجازه نه ورکوو چی څوک د خلکو او ټولنې امنیت ګډوډ کړي .
په کردستان کې د سپاه د مسلمانو کر شهیدانو د اقتدار مانوره ترسره شوه .
د رومانیاپوسټ مارټم اداره وایی چی قاضی منصوری وژل شوی دې .
سږ کال د بهرنیو هیوادونو د حاجیانو لپاره د حج مراسم لغوه شول .
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر امیر البحر علي شمخانی وویل اروپا له اټومي تړون په وتلو کښې د دوو نالایقه لیونیانو جان بولټن او ټرمپ په ګډ اقدام سترګې پټې کړې او د ایران پرضد د پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د هغوې لوبتکه شوه.
د یمن انصارا... غورځنګ عربستان ته خبرداری ورکړ. د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي خبرداری ورکړ که عربستان د یمن پرضد جګړه بنده نکړي د ریاض په مهمو او حساسو مرکزونو به بریدونه وکړي .
په امریکا کښې د بشري حقوقو ډیره خلاف ورزۍ کیږي . د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل د یوې تعاملې نقشې په برابرولو سره له اعتراض کونکو سره د مقابلې لپاره په امریکا کښې د بشري حقوقو پراخه خلاف ورزۍ وغندله .