دامریکا نوي بندیزونه،د ایران د کمزوري کولو لپاره چټي هڅې
واشنګټن پر تهران تور لګولی چې په درستې نړۍکې ئې دخپلو اقداماتو د مالی تامین لپاره د فلزاتو د تولیدونکو او په بهر کې د خرڅونکو نمایندګیو له ګټو استفاده کوی.
د امریکا ترهه ګر حکومت خپلو نارواؤ او غیر قانوني غوښتنو ته د ایران د تسلیمولو لپاره په هڅې کې د ایران په ضد د لازیات دباؤ کړچار ته مخه کړې ده او په ۲۰۱۸کال مئ کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه له وتلو وروسته ئې د ایران په ضد ترټولو سخت او زیات بندیزونه لګولي دي .ددغه بهیر له بې نتیجې کیدا سره سره،واشنګټن هماغه راز ددغو بندیزونو پر زیاتولو ټينګار کوي .
په همدې لړ کې،امریکا پرون یا د جون په ۲۵نیټه ایران یو ځل بیا دبندیزونو په شیشت کې راوست . دغه بندیزونه دهغو اتو شرکتونو په ضد دي ، چې د ایران د فولادو او نورو وسپنیزو صنائعو په حوزې کې فعالیتونه کوي . د سیرجان فولادو نړیوال شرکت،د ایران د وسپنې د صنائعو مرکزي شرکت ، د متیل فولادو شرکت هغه شرکتونه دي چې دایران په ضد دامریکا د غیر قانوني بندیزونو په لیسټ کې ورزیات شوي دي . دامریکا دخزانې وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي،دغه اورګان د ایران د فولادو ایلومینیّمو او وسپنې دصنائعو څلورو شرکتونو په خلاف چې د ایران د فلزی صنائعو په برخې کې فعالیتونه کوي ، په هانک کانګ کې د ایران د فولاد مبارکه شرکت دیوه انډیوال شرکت پشمول څو شرکتونو باندې بندیزونه لګولي دي . دغه امریکائي اورګان همداراز په جرمني کې ددیره خرڅلاؤ یوه نمایندګي او همداراز په متحده عربی اماراتو کې درې نمایندګۍ هم د فولاد مبارکه شرکت د مالکیّت یا مدیریّت په دلیل د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړي دي . دغه بندیزونه د ۱۳۸۷۱ هغه اجرائي فرمان کې شاملیږي ، چې د ایران د ایلومینیّمو،فولادو او وسپنې د برخو په ضد دبندیزونو دلګولو غوښتونکی دی .د فولاد مبارکه شرکت له دې مخکط په ۲۰۱۸کال کې هم دمریاک د بندیزونو په لیسټ کې شامل کړ ائ شوی ؤ . د اصفهان فولاد مبارکه شرکت په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې دفولادو ترټولو ستر تولیدونکی شرکت دی او په تولیدکې د امریکائي سرچینو د راپور په اساس، د ایران د د ملی اومو تولیداتو په برخې کې یو فی صد ونډه لري .
واشنګټن پر تهران تور لګولی چې په درستې نړۍکې ئې دخپلو اقداماتو د مالی تامین لپاره د فلزاتو د تولیدونکو او په بهر کې د خرڅونکو نمایندګیو له ګټو استفاده کوی.د امریکا دخزانې دچارو وزیرسټیفن منوچین د نوو بندیزونو په اړه وئیلي دي،د ایران حکومت د فلزاتو د تولیدونکو او له ایرانه په بهر کې ددغو شرکتونو د نمایندګیو له ګټو ، په درستې نړۍ کې دبې ثباته کونکو بهیرونو د مالی تامین لپاره استفاده کوي . امریکا ژمنه ده چې د ایران د اقتصاد اصلي برخې منزوي کړي تر دې چې ددغو برخو عایدات د ایران د ولس د هوساینې لپاره بیّل شي .
واشنګټن په داسې حال کې د ایران د ولس د هوساینې او خیرښیګڼې لپاره د اندیښمن کیدا مدعي دی،چې د امریکا بې مخینې بندیزونه او د ټرمپ د حکومت ددباؤنو زیاتیدا د ایرانیانو لپاره دمعیشت دسختیدا لامل شوي دي . دټرمپ حکومت هیله مند دی دسټراټژۍ په اساس بې وځلي او بغاؤت، د ایران په داخل کې د ناکراریو د ر امینځةکیدا لامل شي .
واشنګټن ادعا کوي،د زیاتره دباؤ دسیاست په چوکاټ کې به د ایران په ضد د تاریخ په اوږدو کې د ترټولو سختو بندیزونو په اعمالولو سره،پخپل خیال، تهران،د امریکا دولسو غوښتنو ته چې،د ۲۰۱۸کال په مئ میاشت کې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مطرح کړي،تسلیمیدا ته اړ کړي .په عین حال کې ددغو بندیزونو په مقابل کې د ایران د ولس مثالي مقاومت،د ټرمپ د حکومت د استیصال او پاتې راتلو لامل شوی او د ترهه ګروډلو په لیسټ کې ئې د سپاه پاسدارانو دراوستو،د جنرال قاسم سلیماني دترور او همداراز د ایران د لوړپوړو چارواکو د بایکاټولو په څير اقدمات کړي او په عین حال کې ئې په بیلابیلو پلمو سره په تیره بیا د اقتصادي قدرت له زیاتولو او په خاصه توګه د ایران د صادراتو له دوام سره د مرستې په پلمه د بندیزونو په لیسټ کې کې شامل کړي دي
په داسې حال کې چې د ایران په ضد دامریکا له خوا د زیاتره دباؤ د سیاست د اجرا څه دپاسه دوه کلونه تیریږي ،ډونالډټرمپ د ایران د ملت په وړاندې دخپلو موخو په پوره کیدا کې ناکام شوی او په همدې دلیل په تیره بیا د د ۲۰۲۰کال د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې د بیلابیلو ډلو ټپلو له خوا پرې سختې نیوکې په زیاتیدا دي . پر ټرمپ نیوکه کونکي ، هغه ، د ایران په وړاندې د یوې مشخصې او اغیز شیندونکي سټراټژۍ په نه درلودلو ، له دغه هیواد سره د بې مورده تاؤتریخوالو په زیاتولو او له متحدانو څخه دامریکا دلارې په جلاکولو تورن کړی دی . په عین حال کې د کرونا ویروس دخوریدا په دوران کې د ایران په ضد دبندیزي دباؤنو زیاتیدا ښئ چې د ډونالډټرمپ حکومت انساني ملاحظاتو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوي ، او د ډيرو نړیوالو شناندو اوکارپوهانو په وینا، په ایران کې د کرونائي بحران په شرائطو کې ددغه هیواد په ضد دامریکاد غیر قانوني بندیزونو دوام دبشریّت په ضد جنایت حسابیږي .