د سیمې امنیت به له امریکا په پیروۍ سره تامین نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91151-د_سیمې_امنیت_به_له_امریکا_په_پیروۍ_سره_تامین_نشي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د لویدیځې اسیا سیمې ځینو عربو هیوادونو ته په وینا کښې ټینګار وکړ د سیمې امنیت به له امریکا په اطاعت سره تامین نشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 30, 2020 13:31 Asia/Kabul
  • د سیمې امنیت به له امریکا په پیروۍ سره تامین نشي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د لویدیځې اسیا سیمې ځینو عربو هیوادونو ته په وینا کښې ټینګار وکړ د سیمې امنیت به له امریکا په اطاعت سره تامین نشي .

هغه نن د سعودي عربستان او د بحرین په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو د چارواکو لاسوهونکو څرګندونو او بې اساسه تورونو ته په ځواب کښې وویل د سعودي عربستان  په شان هیوادونه چې کلونه کلونه یې د القاعده او د داعش په شان د ترهګرو ډلو په ملاتړ  کولو سره په سیمه کښې بې ثباتۍ ته لمن وهلي ده په ایران بې اساسه تورونه لګوي خو تهران  په خپل مسولانه کړچار سره د سیمې د هیوادونو له سر څخه د ترهګرو ډلو شر ختم کړی دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند موسوي زیاته کړه د داسې هیوادونو لخوا چې څه د پاسه پینځه (۵)کاله کیږي د امریکا په وسلو سره د یمن د ښځو او د ماشومانو په شمول په زرګونو کسان په وینو کښې لیت پیت کوي د ایران پرضد د وسله والو بندیزونو د دوام لپاره د واشنګټن له غوښتنې ملاتړ کول داسې تریخ حقیقت دی چې په دغو ورځو کښې یې کتونکي یوو .

هغه په سیمه کښې د امنیت او د ثبات د رامینځته کولو د یوازنۍ لارې په توګه د سیمه ییزې ملګرتیا په دوام ټینګار سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې دغه عرب هیوادونه له ناپوهه څرګندونو او د امریکا چې په خپله په نړۍ کښې د ظلم او د بې عدالتۍ بیلګه ده په ړندو سترګو پیروۍ څخه لاس واخلي او دغه باور ته ورسیږي چې امنیت به له امریکا څخه په اطاعت سره تامین نشي .

د بحرین خارجه وزیر عبداللطیف بن راشد الزیاني او د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک بیګا په ګډې بیانیې کښې د ایران پرضد د چټي ادعاګانو په تکرارولو سره د تهران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو غوښتنه وکړه .