ایران د IAEA د زیات غوښتنو په وړاندې مقاومت کوي
د ایران د اسلامی شورا مشر همداراز په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ په کمولو کې د ا یران سیاست ته په اشارې سره روښانه کړې ،ایران دنړیوالې ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنو له کمولو سره په یووخت ، د ژمنو په چوکاټ کې دایټمي انرژ ۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ته هم دوام ورکوي ، خو نور به هیڅکله هم له خپلو ژمنتیاؤ زیات د چا دباؤنه ونه مني .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د اسلامی شورا په څرګندې غونډې کې دا یټمی انرژۍ دنړیوال آ ژانس د واکمنې شورا ایراي ضد پریکړه لیک ته په اشارې سره وئيلي دي،ایران به هیڅکله هم اجازت ورنه کړي چې له محدودیّت پرته هرڅه ئې چې زړه وغواړي ترسره ئې کړي او په دې پسې شي،چې د غلیمو هیوادونو اطلاعاتي او جاسوسي کړۍ بشپړ کړي .
د ایټمي انرژي دنړیوال آژانس واکمنې شورا د جون په نولسمه نیټه د روسيې اوچین پشمول د ځینو هیوادونو له مخالفت سره سره د ایران په ضد د اروپائي ټرائيکا سیاسی پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړې ده .