په نړیوالې ایټمي موافقې کې اختلافات او د روسیې دریځ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91253-په_نړیوالې_ایټمي_موافقې_کې_اختلافات_او_د_روسیې_دریځ
د نړیوالې ایټمي موافقې په اجرا کې هرډول شکونه دې په ګډ کمیشن کې حل شي .سره له دې،غوره ده چې دغه کار له بیړنیو اقداماتو په ډډه کولو او له دې پرته ترسره شي چې حل لارې ددباؤنو ښکار شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 05, 2020 08:08 Asia/Kabul
  • په نړیوالې ایټمي موافقې کې  اختلافات او د روسیې  دریځ

د نړیوالې ایټمي موافقې په اجرا کې هرډول شکونه دې په ګډ کمیشن کې حل شي .سره له دې،غوره ده چې دغه کار له بیړنیو اقداماتو په ډډه کولو او له دې پرته ترسره شي چې حل لارې ددباؤنو ښکار شي .

اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په چوکاټ کې له خپلو ژمنو سره سره،پخپلو ژمنو باندې په عمل کې ناکام شوي دي . همدا موضوع لامل شوې  ده،څو ایران هم  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  خپلې ژمنتیاوې په پنځو مرحلو کې  کمې کړي .دغې موضوع د جولائي په څوارلسمه نیټه  د اختلافاتو دحل  د میکانزم  په فعالیدا سره  د اروپایانو غبرګون  راوپاروۀ .په مقابل کې ایران هم د اروپایانو د ژمنو د خلاف ورزیو په دلیل د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۳۶مادې  په اساس ددغه میکانزم د اجرائي کیدا غوښته کړې ده .

 اوس روسیې  د ۴+۱ډلې  د یوه اساسي غړي پّ توګه  په دې زمینې کې خپل دریځ اعلان کړی دی .  د روسیې خارجه وزارت بیګا  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د موجودو مشکلاتو دحل  او د ګډ کمیشن له لارې په نړیوالې ایټمي موافقې کې  د شته اختلافاتو د ختمولو او د غیر ضروري ګامونو له پورته کولو د ډډه کولو غوښتنه کړې ده .

 په دغې اعلامیې کې همدرااز وئيل شوي دي د نړیوالې ایټمي موافقې  په اجرا کې هرډول شکونه دې  په ګډ کمیشن کې حل شي .سره له دې،غوره ده چې  دغه کار له بیړنیو اقداماتو په ډډه کولو  او له دې پرته ترسره شي چې  حل لارې ددباؤنو ښکار شي .

د ماسکو لیدتوګه دا ده چې د ایران او اروپائي ټرائيکا تریمنځ  دنظرونو  له اختلافاتو او مشکلاتو سره سره،دا مسئلې باید د ملګروملتو د امنیت شورا د  ۲۲۳۱پریکړه او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د درج هدفونو په اساس حل شي .په عین حال کې دروسیې خارجه وزارت د درو اروپائي هیوادونو په وروستیو اقداماتو  دا یران د خپګان خبر ورکړی دی .

 په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې  دروسیې استازي  میخائيل اولیانوف  هم پرون ناوخته دګډ کمیشن په چوکاټ کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  ما دو په باب د اختلافاتو  دحل غوښتنه کړې  او وئيلي ئې دي ، له نړیوالې ایټمي موافقې سره اړونده درستې موضوعګانې دې د ګډ کمیشن په چوکاټ کې  حل شي ، مونږ  له شریکانو غواړو ، چې  دغه دستورالعملونه دې له لاسه ورنه کړي .

داپه داسې حال کې دي چې د  اروپائي ټرائيکا د وروستیو کرغیړنو اقداماتو  په غبرګون کې  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د پنجشنبې په ورځې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  دکمیشن  مسئول جوزف بورل ته په یوله لیک کې یو ځل بیا  د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۳۶ مادې  په اساس د اروپائی هیوادونو دنه پابند کیدا موردونه ، د حل  لپاره  ګډ کمیشن ته وړاندې کړي دي . په عین حال کې  محمد جواد ظریف  پخپل یوه ټولنیز پیغام  کې هم وئیلي دي ، اسلامي ایران  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له هماغې اجرا څخه تر دې دمه  لږترلږه  شپږ ځله د امریکا او اروپائي ټرائيکا د خلاف ورزیو په غبرګون کې په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې د   اختلافاتو دحل  میکانزم فعال کړی دی .  جواد ظریف روښانه کړې ده ، په جنجالي پروپيګنډو باؤر مه کوئ ، د امریکا او درو اروپائي هیوادونو  له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   خلاف ورزیو ته په پام سره ، ایران لږترلږه  شپږ ځله   د اختلافاتو  دحل میکانزم  فعال کړی دی .

 دا موضوع ښئ چې  د ایران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د خلاف ورزۍ په باب د لویدیځوالو دبیا بیا  ادعاګانو سره سره ، البته  دا اروپایان او امریکا وه چې د نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا په زمینې کې ئې  بیابیا کارړنګونې کړي دي ،  په  مشخص ډول  د ۲۰۱۶کال د د سمبر په شپاړسمه ،د ۲۰۱۸کال د مئ په لسمه او د جون په اولسمه نیټه د ایران له خوا د نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د اختلافاتو دحل میکانزم   درې ځله فعالول ، د امریکا  له خوا د نړیوالې ایټمي موافقې  د خلاف ورزۍ  او همداراز د ۲۰۱۸کال دنومبر په  اتمه نیټه او د ۲۰۱۹کال  د مئ په اتمه نیټه  هم د امریکا او اروپائي ټرائيکا په وسیله په ګډه د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د خلاف ورزۍ  او همدرااز د ۲۰۲۰ کال د جولائي په دوهمه نیټه  په آخري ځل د  ا روپائي ټرائيکا په وسیله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له خلاف ورزیو سره اړوندیږي . 

 له د غو ورانکارو اقداماتو څخه دامریکا موخه په حقیقت کې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دړې وړې کول دي . په عین حال کې   د اروپایانو له خوا  دنړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزۍ  هم ، دخپلو ژمنتیاؤ  په اجرا په تیره بیا  د اینسټکس په نامې سره   له ایارن سره د تجارتي او مالي مبادلاتو دنظام  داغیزشیندونکي  اوبشپړ اجرائي کیدا  کې د دوي د بې وسۍ په دلیل  او همداراز  په ایران د دباؤ د اعمالولو لپاره  له واشنګټن سره د دوي دعملی ملګرتیا  په دلیل دي ،چې  اروپایان  یو ځل بیا د نړیوالو نندارې  ته لږترلږه  د خپلې  خپلواکۍ په وړانډې کولو کې هماغه راز پاتې راغلي دي