د امريکې له يواړخيز پالنې سره په مقابلې تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91337-د_امريکې_له_يواړخيز_پالنې_سره_په_مقابلې_تاکيد
د ايران د اساسي قانون د څارونکې شورا وياند د امريکې له پراختياغوښتنې او يواړخيز پالنې سره په مقابلې تاکيد وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2020 07:07 Asia/Kabul
  • د امريکې له يواړخيز پالنې سره په مقابلې تاکيد

د ايران د اساسي قانون د څارونکې شورا وياند د امريکې له پراختياغوښتنې او يواړخيز پالنې سره په مقابلې تاکيد وکړې.

د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې عباسعلي کَد خدائي د ايران د ساسي قانون د څارونکې شورا وياند پرون ماښام په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د امريکې لخوا د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک شهيد قوماندان جنرل قاسم سليماني قتل  چې د ملګرو ملتو د رپورټرې لخوا د نړيوال حقوقو خلاف ورزي وبللې شوه ، يو جنايتکارانه اقدام ؤ چې له بده مرغه د ځينو نړيوالو ټولنو له خاموشۍ سره مخامخ شو.

کدخدائي زياته کړه،آيا نړيواله ټوله وس لري چېد امريکې د رژيم د پراختيا غوښتنې او يو اړخيز پالنې مخه ونيسي؟

د ملګرو ملتو خاصې رپورټرې مېرمن اېګنېس کالامار پرون له روئيټر سره په يوه مرکه کښې د جنرل سليماني په قتل کښې د امريکې جنايت د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي وبلله او له فوځي ډرون الوتکو سره د هدفمنو وژلو او په دې لړ کښې د وضع شويو مقرراتو په باره کښې د هېوادونو د ځواب ويلو غوښتنه وکړه.