ملګري ملتونه دې د ایران په ضد د وسلو بندیزونه تمدید کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91359-ملګري_ملتونه_دې_د_ایران_په_ضد_د_وسلو_بندیزونه_تمدید_کړي
د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز دلغوه کیدا د نیټې په نزدیکیدا سره امریکایانو د هغو درستو بندیزونو دختمولو د مخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دي،چې د راتلونکي اکتوبر په اتلسمه نیټه پاي ته رسیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د ایران په ضد د وسلو بندیزونه تمدید کړي

د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز دلغوه کیدا د نیټې په نزدیکیدا سره امریکایانو د هغو درستو بندیزونو دختمولو د مخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دي،چې د راتلونکي اکتوبر په اتلسمه نیټه پاي ته رسیږي .

ایرنا خبري آژانس راپورورکړ  د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو یو ځل بیا په خبري کنفرانس کې د ۲۲۳۱پریکړه  په باب   ملګروملتو  د سرمنشي آ نتونیو ګوتریش   وروستي راپور ته په اشارې سره  مدعی شوی  ایران  دیمن انصار ا... غورځنګ ته د وسلو  لیږدولو ته دوام ورکوي .

پمپئو  په دې ادعا سره چې یوه شاهد ،د یمن  لپاره د  ایران له خوا  دلیږدول شوي آرپي جي په څير د لږو وسلو  وړونکي یوې کشتۍ د دریدا خبر ورکړی ؤ ، نتیجه اخستي ، چې  د ملګروملتو  امنیت شورا دې  د تهران په ضد دوسلو   بندیزتمدید کړي .

مایک پمپئو  البته نه دي وئيلی     د یمن انصار ا... څرنګه د  هغه د ادعا په اساس په دغو لږو وسلو سره  د امریکا  د جوړو شوو ترټولو ماډرنو وسلو  په وړاندې  چې  د سعودي تیریګر ائيتلاف ته ئې ورکړي دي ،څرنګه مقاومت کوي .

 اسلامی ایران په کرتو دغه شان ادعاګانې ردکړي او دا ئې بې اساسه اوتکراري بللي دي .