د ټرمپ ایران ضده اقدامات لاهم دوام لري
-
په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالی
په روسیې کښې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې د ایران خلاف د امریکې د ولسمشر اقدامات او دښمني لاهم جاري ده، وویل: د واشنګټن چارواکي هڅه کوي چې ایټمي موافقه په کلي توګه له مینځه یوسي.
د ایرنا د خبر له مخې کاظم جلالي د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اقدامات غیرعقلاني، غیرماهرانه او په بیړې او وارخطايۍ کښې وبلل او زیاته یې کړه: نن سبا د ایټمي موافقې یوازې سیاسي اړخ پاې دی چې د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې شاملیږي او له مخې یې په ایران موجود د وسلو بندیزونه باید ډیر زر ختم شي.
جلالي دې ته نغوتې سره چې د امریکې د ایران ضده اقداماتو په وړاندې د روسیې دریځونه بیخي روښانه او راڼه دي، څرګنده کړه: د امریکې په وړاندې د ایټمي موافقې د اروپايي غړو لږه هڅه او د روسیې او چین د پوره پوره هلې ځلې وینو.
په روسیې کښې د ایران سفیر هم داشان د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د چین، پاکستان، روسیې او امریکې په شمول څلور ډلې په مذاکراتو کښې د تهران د ګډون لپاره د ماسکو د غوښتنې په غبرګون کښې وویل: په افغانستان کښې د صلحې او امنیت ټینګښت د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره وړومبیتوب لري، که څه هم د ډیرو هیوادونو لپاره داسې نه ده.