ظریف ماسکو ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91638
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د روسیې پلازمینې ماسکو ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 21, 2020 12:18 Asia/Kabul
  • ظریف ماسکو ته لاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د روسیې پلازمینې ماسکو ته لاړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به د ماسکو په سفر کې د ورسیې له بهرینو چارو وزیر او ولسمشر سره کتنه کوي او په دغه کتنه کې به د دواړو هیوادونو دوه اړخیزه موضوعاتو باندې خبرې اترې کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي، هم په دې سفر کې له ظریف سره ملګرتیا کوي.

په ماسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي: ماسکو ته په سفر کې، محمد جواد ظریف د ایران د ولسمشر حسن روحاني پیغام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته رسوي.

د 2020 کال د جون په 16، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به ترکیې او روسیې ته سفر کوي ترڅو د دې هیوادونو له چارواکو سره کتنه وکړي او په سیمه ایزو او نړیوالو وروستیو پرمختګونو خبرې اترې وکړي.