محمد جواد ظريف:
امريکه په يو ياغي حکومت بدله شوې ده/ سعودي دې ويښ شي
د ايران خارجه وزير له يوې روسي رسنې سره په مرکه کښې وويل، امريکه په يو ياغي او قانون ماتونکي حکومت بدله شوې ده.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف له سپوټنېک سره په مرکه کښې زياته کړه، د دې باوجود دغه هېواد له ځينو بېنکي توانمنيو او د نړۍ په بېنکي سېسټم له نفوذ لرلو برخور دے.
محمد جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې د نړيواله ټوله په دې باره کښې په فکر کښې ده چې آيا په بېنکي نظام باندې د امريکې د سلطې په رسميت پېژندنه ضرروي ده يا دا چې پکار دے بدلون پېدا کړي وويل، په دې حقله د يو لړ ګامونو د پورته کېدو کتونکي يوو.
خارجه وزير د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د ايران اسلامي جمهوريت له سعودي سره د تعلقاتو د راژوندي کولو لپاره څه اقدامات کړي دي وويل: تهران له رياض سره ملګرتيا ته تيار دے.
ظريف د دې په بيانولو سره چې د سعودي چارواکو زياتره مقصد د امريکې په ملګرتيا سره د جنګ شروع کول او له هغه نه د ګټې اوچتول دي زياته کړه، ښه خبره دا ده چې سعودي دې له اسرائيلو او امريکې سره د ملګرتياو لپاره د کوششونو په ځاے ويښ دي او له هغه چا سره چې تل ورسره په سيمه کښې شتون لري خبرې اترې شروع کړي.