د امریکایانوهرجنایت د سیمې د مستکبرانو نابودۍ چټکه کوی
ښاغلی قالیباف په ټویټر پاڼه کې ولیکل امریکایانو هڅه وکړه د یوې احتمالی تیروتنې د ترسره کیدا د سریزو په برابرولوسره خپلوپلان شویو سپیرو هدفونو ته ورسی .
د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی قالیباف دایران د ماهان په ټرانسپورټی الوتکې د امریکا د جنګی الوتکو له تیری وروسته ټینګار وکړ د امریکایانو هر جنایت بی شکه د سیمې د مستکبرانو په تیره بیا د صیهونیسټ منحوس رژیم ذلیلانه تباهۍ ته چټکتیا وربخښی .
د امریکا جنګي الوتکو د سوریې په فضا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ماهان هوايي شرکت مسافر وړونکي الوتکې ته په نږدې کیدا سره د دغه الوتکې لپاره مزاحمت رامینځته کړی دی .
د دغو جنګي الوتکو له دغه خطرناک اقدام وروسته د ایران د مسافر وړونکي الوتکې پایلوټ له دغو دوو جنګي الوتکو سره د ټکر د مخنیوي لپاره د الوت ارتفاع کمه کړه او دغه چاره سبب شوه چې یوشمیر مسافرانو ته تاوان ورسیږي .
ښاغلی قالیباف په ټویټر پاڼه کې ولیکل امریکایانو هڅه وکړه د یوې احتمالی تیروتنې د ترسره کیدا د سریزو په برابرولوسره خپلوپلان شویو سپیرو هدفونو ته ورسی .
قالیباف جوته کړه چی امریکایان دروغ وایی چی د سټینډرډ او همیشنی مانور په لاره کی یې الوت کړې دې ، په داسې حال کی چی پایلټ د دو امریکایی جنګی الوتکو د نږدې کیدا په دلیل دوه ځله د هوایی ټرفیک د ټکر د مخنیوی سیسټم خبردارې ترلاسه کړی دې .