د امریکایانوهرجنایت د سیمې د مستکبرانو نابودۍ چټکه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91721-د_امریکایانوهرجنایت_د_سیمې_د_مستکبرانو_نابودۍ_چټکه_کوی
ښاغلی قالیباف په ټویټر پاڼه کې ولیکل امریکایانو هڅه وکړه د یوې احتمالی تیروتنې د ترسره کیدا د سریزو په برابرولوسره خپلوپلان شویو سپیرو هدفونو ته ورسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 01:05 Asia/Kabul
  • د امریکایانوهرجنایت د سیمې د مستکبرانو نابودۍ چټکه کوی

ښاغلی قالیباف په ټویټر پاڼه کې ولیکل امریکایانو هڅه وکړه د یوې احتمالی تیروتنې د ترسره کیدا د سریزو په برابرولوسره خپلوپلان شویو سپیرو هدفونو ته ورسی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی قالیباف دایران د ماهان په ټرانسپورټی الوتکې د امریکا د جنګی الوتکو له تیری وروسته ټینګار وکړ د امریکایانو هر جنایت بی شکه د سیمې د مستکبرانو په تیره بیا د صیهونیسټ منحوس رژیم ذلیلانه تباهۍ ته چټکتیا وربخښی .

د امریکا جنګي الوتکو د سوریې په فضا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د  ماهان هوايي شرکت مسافر وړونکي الوتکې ته په نږدې کیدا سره د دغه الوتکې لپاره مزاحمت رامینځته کړی دی .

د دغو جنګي الوتکو له دغه خطرناک اقدام وروسته د ایران د مسافر وړونکي الوتکې پایلوټ له دغو دوو جنګي الوتکو سره د ټکر د مخنیوي لپاره د الوت ارتفاع کمه کړه او دغه چاره سبب شوه چې یوشمیر مسافرانو ته تاوان ورسیږي .

ښاغلی قالیباف په ټویټر پاڼه کې ولیکل امریکایانو هڅه وکړه د یوې احتمالی تیروتنې د ترسره کیدا د سریزو په برابرولوسره خپلوپلان شویو سپیرو هدفونو ته ورسی .

قالیباف جوته کړه چی امریکایان دروغ وایی چی د سټینډرډ او همیشنی مانور په لاره کی یې الوت کړې دې ، په داسې حال کی چی پایلټ د دو امریکایی جنګی الوتکو د نږدې کیدا په دلیل دوه ځله د هوایی ټرفیک د ټکر د مخنیوی سیسټم خبردارې ترلاسه کړی دې .