په ایران کې په کروناڅه دپاسه ۲لکه ۵۷زره ککړکسان ښه شوي
هغې همداراز وئیلي له بده مرغه په تیر شواروز کې د کروناویروس له امله دوه سوه پینځه دیرشو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز تر نن پورې په هیواد کې دکرونائي بحران دقربانیانوشمیر شپاړسزره یو سل اوه څلویښتو تنو ته زیات شوی دی
زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیوادکې په کرونا ویروس دککړوکسانو داحصایو په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د تشخیص د معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس دوه زره شپږ سوه اوه شپیته ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي یو زر شپږ سوه اوه اتیا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي.
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه دوه لکه شپږ نوي زره دوه سوه سل درې اویا تنو ته زیات شوي دي.
هغې همداراز وئیلي له بده مرغه په تیر شواروز کې د کروناویروس له امله دوه سوه پینځه دیرشو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز تر نن پورې په هیواد کې دکرونائي بحران دقربانیانوشمیر شپاړسزره یو سل اوه څلویښتو تنو ته زیات شوی دی .
وروستي راپورونه ښئ په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو شپاړس میلیون او شپږ لکه شپیته زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه شپږ لکه اوه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .