د پیامبر اعظم(ص) 14 سترې ګډې مانورې وروسته مرحله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91840-د_پیامبر_اعظم(ص)_14_سترې_ګډې_مانورې_وروسته_مرحله
ددغې سترې او ګډې مانورې یوه ځانګړنه چې د لومړي ځل لپاره علمیاتي شوي ،له نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو تصویرونو څخه په استفادې سره د مانورې د سیمې څارنه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2020 07:55 Asia/Kabul
  • د پیامبر اعظم(ص) 14 سترې ګډې مانورې وروسته مرحله

ددغې سترې او ګډې مانورې یوه ځانګړنه چې د لومړي ځل لپاره علمیاتي شوي ،له نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو تصویرونو څخه په استفادې سره د مانورې د سیمې څارنه ده .

د پیامبر اعظم (ص)14 نومې د سترې او ګډې پوځي مانورې   نهائي مرحله  پرون راهسې د فارس خلیج ، هرمز تنګی لویدیځي برخې  او دهرمزګان ولایت  له عمومي سیمې رانیولې د هیواد تر مینځ پورې په ولولې  سره روانه ده .

د پيامبر اعظم (ص)14  په نامې سره  په د غې مانورې کې  د فرضي دښمن په ضد توغندوي ، ډرونز  او د تیرو ماکوګانویرغلیز عملیات ، د ماینونو د ښخولو او ویستلو علمیات،د فرضي دښمن د کشتیو د مخابیراتي او مواصلاتي  کرښو دغوڅولو عملیات،له ساحله په سمندر ویشتونکو توغندیو  او چورلکو په وسیله د  توغندوي حملو  عملیات  اجرا کیږي .

 ددغې سترې او ګډې مانورې  یوه ځانګړنه  چې   د لومړي ځل لپاره علمیاتي شوي ،له نور سپوږمکۍ څخه  د لیږدول شوو تصویرونو څخه  په استفادې سره د مانورې د سیمې څارنه ده .

  دایران دا سلامی جمهوریت د لومړنۍ پوځي  سپوږمکۍ په توګه ،نور سپوږمکۍ، د تیر  اپریل میاشت په شلمه نیټه د قاصد نومې پلیټ فارم په وسیله په درو مرحلو کې د ایران له مرکزي دښتو څخه  دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  په وسیله په فضا کې له مځکې په څلور سوه پنځه ویشت کلومیټرۍ کې ځاي په ځاي شوې ده .

Image Caption

 

د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د توانمنیو ټولګې ته د  سپوږمکیزو توانمنیو ورزیاتولو ، د ایران پوځي  قدرت ، د یوه سټراټژيک ځواک  په لیکه کې شامل کړی دی . د ایران  وسلو او تجهیزاتو پراختیا ، د دښمن د کمزورو او قدرتمنو ټکو د حقیقي پيژندګلوۍ  او ګواښ په اساس  ده .  دنور پوځي سپوږمکۍ پخپلو د پام وړ ظرفیّتونو سره ،  په بیلابیلو اړخونو کې  دقیق او د ورځې په اساس  اطلاعات ،د مځکې په سطحې او  له شاوخوا ښکارندو څخه غونډوي  او  په سیمې کې په هر ډول پوځي  فعالیتونو څارنه کولی شي .  په هغو اطلاعاتو سره چې  له دغې سپوږمکۍ مخابیره کیږي ،د توغندیو  د حرکت  لار او په ټارګت د لګیدو  وخت مشخص کولی شي . همداراز په پولو کې د قاچاقبرو او ترهه ګرو پر تګ راتګ ، د مقصد  هیوادونو دتاسیساتي  او اقتصادي فعالیتونوڅارنه  او هم د  نړیوالو  سرحدي تړونونوڅارنه کولی شي . امریکا او ځيني اروپائي هیوادونو البته هڅه کړې ده چې په فضا جوړونې او د هائ هوئ  په رامینځة کولو سره ددغې سترې بریا  کم  اهمیّته او په عین حال کې  ئې دا د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي  او دنړۍ  لپاره یو ګواښ وبریښوي . دغه غبرګونونه ، البته  له تمې لیرې نه وو .  د ایران د دفاعي سټراټژۍ په چوکاټ کې  ددغو ظرفیّتونو اهمیّت ، د جنګ د رامینځةکیدا دمخنیوي لپاره دي . اسلامی ایران ، د  هوا-فضا  او په نورو ډګرونو کې د پوځي دفاعي قدرت دسرچینو په  اختیار کې په درلودلو سره  په نړیوالو اړیکو کې د نوي معادلاتو په رامینځةکولو کې بریالی شوی دی .

Image Caption

 

د ایران په هوائي حریم کې د امریکا د یوه ډير ماډرن  بې پيلوټه الوتکې نسکورول په دوي کې یو مورد دی . واشنګټن  د تیر کال په جون میاشت کې د ایران په ضد پخپل یوه لموسونکي اقدام کې خپل یو جاسوسي ماډرن ډرون ،  د اسلامی ایران  مځکني حریم ته وارد کړ دغه ډيره ماډرن  بې پیلوټه الوتکه ، د مبارک غرۀ په سیمې کې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک ددفاعي سسټم په شیشت کې  ورغله او نسکوره شوه .

د پوځي  چارو یو کارپيژاند اوشناندی  جرمنی بیني  په جینز دفاعي  نومې اونیزې  کې  د ایران د دفاعي او توغندوي ضد دفاعي سسټم  او پوځي قدرت ته په اشارې سره  وائي ، کله ایرانیان  واقعا په یوه شي  پانګونه کوي ،نو باید یو ستر کار وبلل شي . مونږ  د بالیسټیک توغندیو په باب  په دې موضوع پوهیدو  ،خو ظاهرا  د ایرانیانو د هوافضا دفاعي سسټم  په باب وضعیّت  هم همدغه شان دی .

 هماغه ډول چې  د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د پیامبر اعظم (ص)14نومې سترې  مانورې د  نهائي مرحلې د ترسره کیدا په څنډې کې  ټينګار کړی ،  د ایران د ملت د حیاتي ګټو د خوندي ساتلو لپاهر  د ایران د اسلامی جمهوریت سیاست دفاعي دی . په دې معنا چې  ایران به هیڅکله هم په یوه هیواد هم د حملې پیلونکی نه وي ، البته په تاکتیک او عملیاتو کې په بشپړ ډ ول  یرغلیز پلان لري .

  ددې لیدتوګې له پلوه ،  دپیامبر اعظم 14 نومې مانورې د نهائي مرحلې پیغام ،له سپوږمکیزې ټيکنالوجۍ څخه  په استفادې سره،د امنیت په ساتنې  کې د ایران داقتدار نندارې ته وړانډې کول  او له ګواښونو اوناکراریو سره مقابله  کول دي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption