د ایران ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91917-د_ایران_ولسمشر_له_افغانستان_سره_د_اړیکو_پراختیا_غواړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل چې د ایراني چارواکو اراده په مختلفو برخو کښې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 02, 2020 00:34 Asia/Kabul
  • محمد اشرف غنی او حسن روحاني
    محمد اشرف غنی او حسن روحاني

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل چې د ایراني چارواکو اراده په مختلفو برخو کښې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په دغه هیواد کښې د صلحې ټينګښت د ټولې سیمې لپاره صلحه او ثبات وباله او څرګنده یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تل د دائمي صلحې او کرارۍ د رامینځته کولو لپاره د افغانستان د ولس او حکومت ترڅنګ شتون لرلې دی.

روحاني هم داشان د ایران او افغانستان د ملګرتیاؤ د جامع سند د زرترزره بشپړیدو هیله وښودله او زیاته یې کړه: په راتلونکو میاشتو کښې په تهران کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د جامع سند پر لاسلیکیدو سربیره به د خواف-هرات له ریل لارې ګټه پورته کول هم د ایران او افغانستان د دوستانه تعاملاتو په لړلیک کښې د دوو تاریخي پيښو په توګه د اجرا مرحلې ته ورسیږي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې محمد اشرف غني هم له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې په ایران کښې افغان کډوالو ته د طبي او صحي خدماتو د ورکړې په شمول د افغانستان له ولس او حکومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو او ملګرتیا په قدرونې سره هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د صلحې له بهیره د ایران د ملاتړ په برکت په سیمه کښې صلحه او امنیت ټینګ شي.