سعيد خطيب زاده د ايران د خارجه وزارت نوے وياند معرفي شو
Aug 16, 2020 07:22 Asia/Kabul
د ايران د خارجه وزرات د عمومي او رسانه اي دېپلومېسۍ د مرکز د اطلاع رسونې او وياندوي چارو نوے عمومي مدير معرفي شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزارت د نوي وياند په توګه د سعيد خطيب زاده د معرفۍ او له دې پوسټ څخه د سيد عباس موسوي د خداے په امانۍ مراسم نن د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف په موجودګۍ کښې ترسره شول.
خطيب زاده له دېمخکښې د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د سياسي او نړيوالو مطالعاتو د مرکز د څېړنو او مطالعاتو مرستيال ؤ او په جرمني او کېنېډا کښې يې د ايراني سفارتکار په توګه هم فعاليت کړے دے.
د ايران د خارجه وزارت مخکښېنے وياند سيد عباس موسوي اوس په آذربائيجان جمهوريت کښې د ايران د سفير په توګه معرفي شوےدے.
ټیګونه