نړیواله ټولنه د امریکا زور او ګواښ نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92397-نړیواله_ټولنه_د_امریکا_زور_او_ګواښ_نه_مني
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) د فعالولو لپاره به د امریکا اقدامات له ماتي سره مخ شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 22, 2020 03:57 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه د امریکا زور او ګواښ نه مني

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) د فعالولو لپاره به د امریکا اقدامات له ماتي سره مخ شي .

هغه وویل په تیرو میاشتو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت محبوبیب په کمیدا دی نو ځکه هغه په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسولیت په اچولو او د ګواښ له اوزار څخه په کار اخیستلو سره له دغو شرایطو د وتلو هڅه کوي .

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي ویل نن سبا د ماشه مکانیزم د فعالولو لپاره د امریکا د اقدام پرضد د چین او د روسیې او د اروپايي هیوادونو له پریکنده دریځ سره سره خارجه وزیر مایک پمپئو له سپکاوي ډکې ماتي څخه عبرت نه دی اخیستی او د بې بنسټه حقوقو په استدلال سره د امنیت شورا غړي هیوادونه ګواښي چې له واشنګټن سره ملګري شي .

هغه وویل د یواړخیز پالنې پړاو ختم شوی او نړیواله ټولنه د امریکا زور او ګواښ ته نه تسلیمیږي او د واشنګټن اقدامات به له ماتي سره مخ شي .