د ماشه مکانیزم د ډونالډ ټرمپ د ژغورلو لپاره هڅه ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ټینګار وکړ د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) یوازې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ژغورنې لپاره تبلیغاتي نندره ده او کوم خاصیت نلري .
هغه وویل امریکا پوهیږي چې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو او د وسله والو بندیزونو د بیرته راګرځولو قدرت نه لري .
علي شمخاني یادونه وکړه د سپینې ماڼۍ جنګ غواړي باید له ولسمشر ټرمپ څخه د امریکا د خلکو د نفرت د کمولو لپاره د بلې لارې په فکر کښې ووسي .
امریکا د ایران د وسله والو بایکاټونو تر نامحدودې مودې پورې د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د واشنګټن د پریکړه لیک د مسودې له ردیدا وروسته د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) فعالول په اجنډا کښې وروستلي دي او دا په داسې حال کښې دي چې د امنیت شورا نور غړي له اټومي تړون د واشنګټن له وتلو وروسته امریکا د ماشه د مکانیزم د فعالولو لپاره د حقوقي صلاحیت نه لرونکي ګڼي او په دې زمینه کښې د امریکا له اقدام سره مخالف دي .