د ماشه مکانیزم د ډونالډ ټرمپ د ژغورلو لپاره هڅه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92398-د_ماشه_مکانیزم_د_ډونالډ_ټرمپ_د_ژغورلو_لپاره_هڅه_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ټینګار وکړ د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) یوازې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ژغورنې لپاره تبلیغاتي نندره ده او کوم خاصیت نلري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 23:38 Asia/Kabul
  • د ماشه مکانیزم د ډونالډ ټرمپ د ژغورلو لپاره هڅه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ټینګار وکړ د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) یوازې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ژغورنې لپاره تبلیغاتي نندره ده او کوم خاصیت نلري .

هغه وویل امریکا پوهیږي چې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو او د وسله والو بندیزونو د بیرته راګرځولو قدرت نه لري  .

علي شمخاني یادونه وکړه د سپینې ماڼۍ جنګ غواړي باید  له ولسمشر ټرمپ څخه د امریکا د خلکو د نفرت د کمولو لپاره د بلې لارې په فکر کښې ووسي .

امریکا د ایران د وسله والو بایکاټونو تر نامحدودې  مودې پورې د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د واشنګټن د پریکړه لیک د مسودې له ردیدا وروسته د ماشه مکانیزم(trigger mechanism) فعالول په اجنډا کښې وروستلي دي او دا په داسې حال کښې دي چې د امنیت شورا نور غړي له اټومي تړون د واشنګټن له وتلو وروسته امریکا د ماشه د مکانیزم  د فعالولو لپاره د حقوقي صلاحیت نه لرونکي  ګڼي او په دې زمینه کښې د امریکا له اقدام سره مخالف دي .