د پیغمبر اکرم ص سپکاوی مورډن جاهلیت دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې د بشري حقوقو کمیټۍ ټینګار وکړ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کښې د فرانسې د شارلي ابډو مجلې شرمونکی اقدام د موډرن جاهلیت نوی ورایښت دی .
شارلي ابډو د فرانسې یوه(۱) کیڼ پاله مجله ده چې د محتوا له پلوه مذهب ضده ده او په ۲۰۱۲ او په ۲۰۱۵ میلادي کلونو کښې يې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص له سپکاوي ډک کارټونونه خپاره کړي وو چې د اسلامي هیوادونو د مسلمانانو سخته غوصه یې راپارولي وه .
د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو کمیټۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې چې پرون خپره شوه د حضرت محمد ص په هکله له سپکاوي د ډکو کارټونونو په بیا خپرولو کښې د فرانسې د شارلي ابډو مجلې له سپکاوي ډک اقدام ته په اشارې سره وویل دغه هماغه موډرن توب دی چې انساني ارزښتونه یې مسخره کړي دي او د ازادۍ الهي لورینه یې په خپلو کږو فکرونو کښې زنداني کړي ده او په عمومي افکاور باندې یې د ازادي بښونکي هنر پرځاې غیر اخلاقي کارونه ورتپلي دي .