په بهرنی سیاست کې انډول دایران د ډیپلوماسۍ یواصل دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92757-په_بهرنی_سیاست_کې_انډول_دایران_د_ډیپلوماسۍ_یواصل_دې
ده زیاته کړه د هند خارجه وزیر هم د شانګهای په غونډه کې د ګډون لپاره ماسکو ته روان دې او سبا به تهران ته په سفر کې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 11:16 Asia/Kabul
  • په بهرنی سیاست کې انډول دایران د ډیپلوماسۍ یواصل دې

ده زیاته کړه د هند خارجه وزیر هم د شانګهای په غونډه کې د ګډون لپاره ماسکو ته روان دې او سبا به تهران ته په سفر کې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه وکړی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی سعید خطیب زاده د دې خبرې په کولو سره چی  له هند سره د ایران اړیکی څو لایې او ژورې دي ، وویل تهران یو بهرنې سیاست لری چی پکې دفاعی ، کلتوری ، علمی او عمومی ډیپلوماسۍ هر یوه خپل ځای لری .

ده نن تهران ته د هند د دفاع وزیر د سفر د اهمیت او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د هغه اغیزپه اړه جوته کړه ایران په سیمه کی د یوه اصلی قدرت په توګه د سیمې د ثبات او سولې په ټینګولو کې خپل رول لوبوی او په دې زمینه کې  له ګاونډیو هیوادونو سره رغنده ملګرتیا لری .

ده زیاته کړه د هند خارجه وزیر هم د شانګهای په غونډه کې د ګډون لپاره ماسکو ته روان دې او سبا به تهران ته په سفر کې  د ایران له خارجه وزیر سره کتنه وکړی .