د ایران د پوځي مانورې اصلي مرحله نن پیل شوه
زمونږ خبریال وايي د دفاعي اقتدار په سیوري کښې د پایداره امنیت په شعار سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ذوالفقار ۹۹ په نوم د ګډې پوځي مانورې اصلي پړاونه د هیواد په جنوب کښې پیل شول .
د ایران د ذوالفقار ۹۹ په نوم د ګډې پوځي مانورې اصلي پړاونه د سمندري او هوايي ځواک ، دافع هوا سیسټم او د پوځ د ځمکنې ځواک په ګډون سره په دوه میلیونه مربع کلومیټره ځمکه کښې په هرمز اوبلارې ، د مکران په سواحلو ، عمان سمندر او د هند اوقیانوسیې په شمال کښې د شمال تر لس (۱۰) درجې مدار پورې نن سهار پیل شول او درې (۳) ورځې دوام لري .
د ایران د پوځ د ذوالفقار ۹۹ د ګډ پوځي مانورې قومندان امیر البحر حبیب الله سیاري پرون دې ته په اشارې سره چې دغه پوځي مانوره د استخباراتي بروالي ، تاکتیکي او د قدرت د نندرې په دریو (۳) مرحلو کښې اجرا کیږی وویل په دغه مانورې کښې ډول ډول کشتۍ او نور سازوسامان او وسلې کارول کیږي چې ترټولو مهم یې د فاتح په نوم اوبتلونه او د سیمرغ په شان بې پایلوټه الوتکې دي .
د ایران د ذوالفقار ۹۹ پوځي مانورې قومندان امیر البحر حبیب الله سیاري د نړیوالو اوبو او د سیمې د امنیت کنټرولول او تامینول د دغه مانورې په هدفونو کښې وبلل او زیاته یې کړه د لویدیځې اسیا او د هغې د ستراتيژیکو او د مهمو اوبلارو امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو په رغنده ګډون سره د امنیت له ځايي کولو او د سیمې په اوبو کښې له سیمې د ورهاخوا د پردیو ځواکونو او عسکرو د شتون او د سلطې له مخه نیولو سره تړلی دی او ایران په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې تل په کورني توان تکیه کولو او له مومنو ، ژمنو او ځوانو ځواکونو په استفادې سره د دغه چارې د تحقق هڅه کوي .