دامریکا جعلي الټي میټم هیڅ ارزښت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93050-دامریکا_جعلي_الټي_میټم_هیڅ_ارزښت_نه_لري
په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هماغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کوي ،زیاته کړې ده ، د امریکا دغه اقدامات چې دنړیوالو اصولو او قواغدو په خلاف دي ،یوازې ددغه هیواد د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2020 07:48 Asia/Kabul
  • دامریکا جعلي الټي میټم هیڅ  ارزښت نه لري

په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هماغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کوي ،زیاته کړې ده ، د امریکا دغه اقدامات چې دنړیوالو اصولو او قواغدو په خلاف دي ،یوازې ددغه هیواد د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي

زمونږخبریال  راپور راکړ په ملګروملتو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمي استازي مجید تخت زوانچي نن په خپل ټولنیز پیغام کې د ملګروملتو د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک دلغوه شوو بندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا  ادعا ته په  اشارې سره، ټينګار کړی ،  د امریکا جعلی الټي میټم تیر شوی او بندیزونه  بیرته نه دی ګرځيدلي .

 مجید روانچي په دغه پیغام کې لیکلي دي،د ملګروملتو دامنیت شورا دغړو هیوادونو دریځ هماغه راز دا دی چېامریکا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غړی هیواد نه دی،نوځکه د ټریګر میکانزم د کارولو ادعا ئې بې منطقه او باطله ده .

 په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا  هماغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کوي ،زیاته کړې ده،د امریکا دغه اقدامات  چې  دنړیوالو اصولو او قواغدو په خلاف دي ،یوازې ددغه هیواد د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي