دامریکا جعلي الټي میټم هیڅ ارزښت نه لري
په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هماغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کوي ،زیاته کړې ده ، د امریکا دغه اقدامات چې دنړیوالو اصولو او قواغدو په خلاف دي ،یوازې ددغه هیواد د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي
زمونږخبریال راپور راکړ په ملګروملتو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمي استازي مجید تخت زوانچي نن په خپل ټولنیز پیغام کې د ملګروملتو د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک دلغوه شوو بندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا ادعا ته په اشارې سره، ټينګار کړی ، د امریکا جعلی الټي میټم تیر شوی او بندیزونه بیرته نه دی ګرځيدلي .
مجید روانچي په دغه پیغام کې لیکلي دي،د ملګروملتو دامنیت شورا دغړو هیوادونو دریځ هماغه راز دا دی چېامریکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غړی هیواد نه دی،نوځکه د ټریګر میکانزم د کارولو ادعا ئې بې منطقه او باطله ده .
په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هماغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کوي ،زیاته کړې ده،د امریکا دغه اقدامات چې دنړیوالو اصولو او قواغدو په خلاف دي ،یوازې ددغه هیواد د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي