امریکا د نړۍ دسولې او امنیت لپاره ترټولو سترګواښ دی
د امریکا خارجه وزیر پخپله هم پوهیږي ، چې دامنیت شورا دبندیزونو د بیرته ستنیدا په باب ئې ادعا بې اساسه، باطله او هیڅ قانوني اغیزې نه لري او نو ځکه ئې د هیوادونو د ګواښلو اوویرولو او همداراز د دوي په ضد د هراړخیزو بندیزونو دلګولو دړکې کړي دي چې دا پخپله په امنیت شورا کې د ددي په حرکت کې په ماتې د امریکا د اعتراف تر ټولو ښه ګواه دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت د تهران په ضدد بندیزونو په بیرته لګولو کې د امریکا دبې ګټې خوځښتونو په غبرګو کې نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره امریکا د نړیوالې سولې اوامنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی .
په دغې نننۍ اعلامیې کې وئيل شوي امریکا نن په داسې حال کې په دروغو د ایران په ضد دملګروملتو د امنیت شورا دبندیزي پریکړه لیکونو دبیرته ستنیدا مدعي شوي چې له هماغه اساسه د بندیزونو د بیرته احیاء دبهیر دپیلولو لپاره په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د یوه غیر غړي هیواد په توګه دامریکا غوښتنه ، د امنیت شورا له خوا رد شوي او دغه بهیر هیڅکله هم نه دی پیل شوی چې نن انجام ته رسیدلی وي .
په دغې اعلامیې کې زیاته شوې ده ،د امریکا خارجه وزیر پخپله هم پوهیږي ، چې دامنیت شورا دبندیزونو د بیرته ستنیدا په باب ئې ادعا بې اساسه، باطله او هیڅ قانوني اغیزې نه لري او نو ځکه ئې د هیوادونو د ګواښلو اوویرولو او همداراز د دوي په ضد د هراړخیزو بندیزونو دلګولو دړکې کړي دي چې دا پخپله په امنیت شورا کې د ددي په حرکت کې په ماتې د امریکا د اعتراف تر ټولو ښه ګواه دی .
ددغې اعلامیې په دوام کې همدرااز راغلي دي ، ایران د امریکا د خارجه وزیر کرکیجنې اولالهانده اعلامیې په داخلی سیاسی مصرفل سره یو اقدام او د ایران د فعالې ډيپلوماسۍ په وړاندې دوامدارې ماتې او په وروستیو میاشتو کې د نړیوالې ټولنې له خوا بیا بیا د : نه : د آوریدو او د دوي د کمزوری کړنو سره یوه چاره ګڼي او د امریکا ولسمشر ته سپارښتنه کوي ،، له دې زیات دې د جاهلو او له نړیوالو شرائطو سره د نابلدو کسانو له مشورو څخه په پيروۍ سره ځان او خپل هیواد په نړیواله سویه نور زیات منزوي نه کوي .
په دغې اعلامیې همداراز دې ته په اشارې سره چې امریکا د نړۍ د سولې اوامنیت او دملګروملتو او امنیت شورا لپاره ستر او بې مخینې ګواښ دی،ټينګار کړی دی، که امریکا د خپلو په ګوته شمیر تالی څټو په ملګرتیا سره ددغو ګواښونو په لړ کې کوم اقدام وکړي،نو له سخت اوجدي غبرګون سره به مخ شي او د خطرناکو نتیجو مسئولیّت به هم د دوي په اوږو وي .