ایران به د مذاکره شوې مسئلې لپاره دوباره خبرې اترې ونه کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا د ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکې لورې وباله او ویې ویل: ایران به د هغه څه په سر چې مذاکره شوې ده، بیاوارې به خبرې اترې ونه کړي.
محمد جواد ظریف پرون چې د انټرنیټ له لارې یې د امریکې د بهرنیو اړیکو د شورا په پوهنکور کښې وینا کوله، په دې خبرې سره چې ایران تل د نړیوالو قوانینو احترام کوي او په هیڅ هیواد یې یرغل نه دې کړې، زیاته کړه: امریکا د نړیوالو اصولو په ماتولو سره د نړیوالې ټولنې د اندیښنې سبب شوې ده.
ظریف له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو د عادي کولو او په دې هکله چې آیا دغه موافقه د ایران د یوازې کیدو سبب شوې ده، د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: اماراتو او بحرین له دې مخکښې هم د اسرائیلو له رژیم سره اړیکې درلودلې او د یوازې پاتې کیدو په هکله هم باید امنیت شورا ته وګورو چې کوم هیواد ګوښې ته شوې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د واشنګټن خلاف د تهران د سایبري حملو په هکله د امریکې د ادعا په اړه زیاته کړه: دا امریکا وه چې د ایران خلاف یې سایبري حمله وکړه ترڅو زمونږ ډیر حساس ایټمي تجهیزات له کاره وباسي، دغه کار د زرګونو کسانو ژوند ته د خطر پيښيدو سبب شو او په اړه یې ډیرې مقالې او مستندات شته دي.
ظریف په دوام کښې د ایران د دفاع وزارت خلاف د امریکې نویو بندیزونو ته په اشارې سره وویل: کوم بندیزونه چې د امریکې لخوا په ایران لګي، هیڅ نوې څیز په کښې نشته او په ایران باندې کومه خاص اغیزه نه کوي او هرڅومره یې چې کوې شول په ایران یې دباؤ راوسته خو بیا هم له ماتې سره مخامخ شوه.
د ایران خارجه وزیر هم داشان د سردار قاسم سلیماني د ټرور د غچ اخیستو په هکله ټینګار وکړ چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یو ملي او سیمه ایز قومندان د وژلو حکم صادر کړ خو دغه دوسیه لا بنده شوې نه ده.