د ایران د تلې داتمې نیټې ځینې مطبوعات
زمونږ قدرت د خلکو له شتون او د ایثار د کلتور له امله دې .
اطلاعات
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې د دي ، زمونږ قدرت د خلکو له شتون او د ایثار د کلتور له امله دې . ورځپاڼه زیاتوی چی محمد جواد ظریف په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې د شهیدانو د یاد او خاطرې په درنښت او نمانځلو سره وویل د شهادت او عاشورا کلتور ایران ته اقتدار او عزت رابخښلې دی او نه پریږدي چې څوک زمونږ د ولس سپکاوې وکړي.
ظریف زیاته کړه د شهادت او عاشورا فرهنګ لامل شوی چې هیڅ بدمعاش قدرت ونه توانیږي ایران ته ووايي که زه درڅخه ملاتړ ونه کړم نو په اونۍ لسو ورځو کښې به په بله ژبه خبرې کوئ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې د مقدسې دفاع په وختو کښې ځینو هیوادونو د صدام له رژیم سره ۷۵ میلیارډه ډالر مرسته وکړه، څرګنده کړه سره د دې دومره ملاتړونو، مستکبران ونه توانیدل چې د ایران خلک په ګونډو کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی وایی له امریکا سره خبرې اترې نه کوو . سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کښې په عمان کښې د ایران او امریکا د مذاکرې په هکله د مطرح شویو خبرونو په غبرګون کښې وویل: د ایران او امریکا ترمینځ هیڅ مذاکره نه ده شوې او دا یوازې داخلي جمع خرچ لري او شاید د ډونلډ ټرمپ په کار راشي .
د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ په نښته کې ۳۲ کسان مړه او ۲۰۰ هم ژوبل شول .
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د خپل هیواد د سولې له بهیره د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه سهار اسلام آباد ته لاړ.
عرب تالي څټو له صهیونیسټانو سره خپله پیئلتیا ثابته کړه . د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند رمضان شریف له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل: عرب لاس پوڅو په صهیونیسټانو پورې خپله پیئلتیا ثابته کړې ده.
کیهان
د ایران د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان سردار سلامی وایی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود تدابیرو د دښمن ارزوګانې خاورې کړې . ورځپاڼه په دې زمنیه کی په یوه راپور کې لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومی قومندان وویل: د دښمن ګواښونه په لاخطرناکو او لاپيچلو ډولونو دوام لري خو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود تدابیرو د دښمن ارمانونه ګډوډ کړي دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قومندان سردار حسین سلامي زیاته کړه: په جنګ کښې څوک چې غلبه کوي هغه پیاوړې وي خو د مقدسې دفاع ځانګړې حیرانتیا په دې کښې پټه ده چې د نړۍ په پراختیا سره یو جنګ کښې هغه ولس بریالی شو چې له سره چمتو نه و.
هغه هم داشان له دښمنه د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پیژندګلۍ ته په اشارې سره ټنیګار وکړ چې دوي له اقتصادي فتنې د ګټه پورته کونې لپاره د دښمن پلان شنډ کړ او نن سبا د نړۍ هیوادونه د ایران رهبر په حریت، عزت او سخاوت پیژني چې پوهیږي چې دا ولس سوله ، په اقتدار او عزت سره غواړي .
د امریکا له راتګ راهیسې د افغانستان زیاتره بیخ بیناوې ورانې شوې دي . طلوع نیوز خبري چینل راپور ورکړې چې د افغانستان د لارې او ښارجوړونې وزارت ویلی دی د امریکاپه ۱۹ کلن جنګ کښې د کابل-قندهار د لوې لارې په شمول چې د جوړولو د لګښت اندازه یې له یو میلیارډ ډالرو زیاته لګول شوې ده، زیاتره سړکونه نن سبا په ډیر بد حالت کښې دي.
د امریکا لاسوهنه د یمنیانو د وژلې لامل ګرځي . محمد علي الحوثي په یولړ څرګندونو کښې وویل په یمن باندې په تیري کښې د امریکا، عربستان، انګلستان، اماراتو او د هغوي د انډیوالو هیوادونو لاسوهنه د یمن د خلکو د وژلې او د هیواد د ویجاړیو عامله ده.