ظريف د کويت د امير په وفات تسليت ووايۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93261-ظريف_د_کويت_د_امير_په_وفات_تسليت_ووايۀ
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګا په خپل يو ټوئيټ کښې د کويت د امير صباح الاحمد الجابر الصباح په وفات تسليت ووايۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2020 01:00 Asia/Kabul
  • ظريف د کويت د امير په وفات تسليت ووايۀ

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګا په خپل يو ټوئيټ کښې د کويت د امير صباح الاحمد الجابر الصباح په وفات تسليت ووايۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل تسليتي پېغام کښې وويل، «د ارواښاد شيخ صباح احمد مړينه چې د کويت او سيمې لپاره يې د اعتدال او مېنځ لاريتوب يو انځور وړاندې کړے ؤ زمړنږ زړونه اودردول، له پاک ربه دعا غواړوو چې د خپل رحمت وړ يې وګرځوي او کويت او د دغه هېواد ولس دې د نوي حکومت ترسيوري لاندې له امنيت، ثبات، پرمختګ او ترقۍ څخه برخور کړي.»

د کويت امير صباح الاحمد الجابر الصباح پرون په يو نوي کلنۍ کښې وفات شو.

د کويت امير د جولائۍ له مياشت نه د امريکې د مينه سوتا ايالت د روچسټر ښار په يو روغتون  کښې داخل ؤ.

د کويت حکومت د هغه له مړينې وروسته د يوې بيانيې په خپرولو سره وويلو نواف الاحمد الجابر الصباح چې مخکښې وليعهد ؤ د کويت د نوي امير په توګه وټاکل شو.