ظریف د هالینډ او آسټریا له خارجه وزیرانو سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93305-ظریف_د_هالینډ_او_آسټریا_له_خارجه_وزیرانو_سره_خبرې_وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هالینډي او آسټریايي همرتبه­و سره په ایټمي موافقې پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزې اړیکې، کنسولي مسایلو، له کرونا سره د مقابلې او هم داشان د قره باغ د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • ظریف د هالینډ او آسټریا له خارجه وزیرانو سره خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هالینډي او آسټریايي همرتبه­و سره په ایټمي موافقې پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزې اړیکې، کنسولي مسایلو، له کرونا سره د مقابلې او هم داشان د قره باغ د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هالینډي او آسټریايي همرتبه­و سره په ایټمي موافقې پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزې اړیکې، کنسولي مسایلو، له کرونا سره د مقابلې او هم داشان د قره باغ د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف د هالینډ او آسټریا له خارجه وزیرانو هر یو سټف بلاک او الیکزینډر شالنبرګ سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې په دوه اړخیزو اړیکو پورې اړوندو مسایلو په تیره بیا په کنسولي برخه کښې او همد اشان له کرونا ناروغۍ سره د مقابلې په لړ کښې د هیوادونو د اقداماتو، په ایټمي موافقې پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو او هم داشان د سیمې د حالاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د قره باغ سیمې بدلونونه او له رامینځته شویو حالاتو د اندیښنې څرګندونه هم د ظریف او د آسټریا د خارجه وزیر د ټیلیفوني خبرواترو ځینې نور چورلیزونه وو.

د ویلو ده چې د قره باغ سیمې په سر د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د ستمبر له ۲۷ نیټې څخه یوځل بیا پوځي نښته پیل شوې ده.