د ایران د تلې د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات
ایران د اذربایجان جمهوریت او آرمینیا ترمینځ د نښتو د سمدستي بندولو په ضرورت ټینګار وکړ .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
کیهان
این حسین کیست که عالم همه دیوانه اوست
دا د کیهان ورځپاڼۍ د نن ورځې د لومړی مخ غټ ټکی دې چی د حسینی اربعین په مناسبت یې د یوه راپور لپاره خوښ کړې دې . سبا د کربلا د شهیدانو د اربعین ورځ ده چی په دې مناسبت هر کال د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو په تیره بیا عراق کې د اربعین میلیونی لاریون ترسره کیږی خو سږ کال د کرونا ویروس په دلیل دا عظیم او میلیونی لاریون یوازې د عراقی اولس په شتون سره ترسره کیږی او د نورو هیوادونو د خلکو ګډون په پراخه توګه ممکن ندې خو بیا هم د عراق اولس له بیلا بیلو ښارونو پلی او په ګاډیو کی د اربعین لپاره د کربلا په لور حرکت کوی چی دغه میلیونی شتون امریکا په ویره کې اچولی ده .
مونږه هم په خپل وار په دې مناسبت تسلیت وړاندی کوو او د کرونا د منحوس ویروس دله مینځه تلو دعا کوو .
ورځپاڼه د نړیوالو خبرونو په مخ لیکی چی ایران د اذربایجان جمهوریت او آرمینیا ترمینځ د نښتو د سمدستي بندولو په ضرورت ټینګار وکړ . سعید خطیب زاده په خپل ټویټ کې ټینګار وکړ چې په جګړې ښکېلې خواوې باید د جنګ د قانون خیال وساتي او د ملکي وګرو له نښه کولو ډډه وکړي، هغه زیاته کړه: ایران سمدستي اوربند، د اذربایجان د ټولې مځکې ته درناوی او د قره باغ د شخړې د حل لپاره د سیاسي خبرو اترو د پيل غوښتنه کوي .
په قرقیزستان کی بلوه رامینخټه شوه چی پارلیمان تسخیر اود ولسمشرۍ مانۍ باندی حمله وشوه .
د فلسطین جهاد اسلامی غورځنګ له صیهونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره چمتو والې وښوده .
د عربستان الحویطات قبیلې د ال سعودو له شر څخه ملګرو ملتو ته پناه یوړه .
د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن د شمال د الجوف صوبې ځينې سيمې بمباري کړې.
اطلاعات
نوموړی ورځپانۍ هم په خپل لومړی مخ د عراقی اولس د اربعین د میلیونی لاریون انځور چاپ کړی دی چی پکې خلکو د سردار شهید سلیمانی او المهندس انځورونه اوچت کړی دی او د اربعین د لاریون په دستورو کی ګډون کوی .
اسلامی ایران د اذربایجان او ارمنستان په شخړه کی د نورو هیوادونو په لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړه . ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د آذربائيجان له ولسمشر الهام علي اف سره په ټيلفوني تماس کښې د قره باغ په لانجه کښې د نورو هېوادونو په احتمالي لاسوهنه او په يو سيمه ايز جنګ ب د دغو نښتو په بدلولود اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، د سيمې او په تېره بيا د ايران د شمالي پولو امنيت، او ارامښت د تهران لپاره ډېره مهمه چاره ده او دا لانجه او د پولو د ناامنۍ دوام د ځينو ترهه ګرو ډلو د نفوذ زمينه برابرونکې نشی .
ډاکټر روحاني د پولو د امنيت او له آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا سره په پولو کښې د ايراني کليوالو اوسيدونکو د سر د حفاظت په خيال ساتنې باندې په ټینګار سره د ښارونو جنګ ته د دواړو هېوادونو د پوله ايزو نښتو د لمن په غزېدو اندېښنه څرګنده کړه او وې ويل، دغه جنګ او نښتې باید په ښارونو کې د جنګ سبب نشی چې په نتيجه کښې به يې د عامه خلکو وژله او مهاجر کېدل رامنځته شي چې ډېره دردناکه چاره ده.
د آذربائيجان ولسمشر هم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په خبرو د خوښۍ په څرګندولو سره د تهران د رغانده دريځونواو د قره باغ د لانجې په حل او د زمکنۍ بشپړتيا په ساتنه د ايران د ټینګار قدرونه وکړه.
ورځپاڼه زیاتوی چی الهام علي اف د پولو د امنيت او د ترهه ګرو ډلو د نفوذ د احتمال په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت د اندېښنې د درک وړ ګڼلو سره وويل، آذربائيجان جمهوريت به اجازه ورنکړي چې دا لانجه په ګاونډي هېوادونو کښې د ناامنۍ سبب شي. هغه په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه د تهران – باکو د ملګرتياو له زمينو څخه وبلله او زياته يې کړه، په سيمه کښې د سولی او ثبات ساتنه ضروري ده او ټول باید د دې کار لپاره هلې ځلې وکړي.
د قرقیزستان حکومت د نسکوریدا په درشل کی دی ، معترضانو د ولسمشرۍ او پارلیمان ودانۍ ونیولې .
د لبنان حزب ا... غورځنګ وایی د مقاومت بریاوې د فلسطین د ګټو په چوکاټ کی رامینځته شوی دي .
جوان
ډاکټر ولایتی وایی ارمنستان د اذربایجان جمهوریت نیوال شوی برخې ستنې کړی .
د ټرمپ د ستنیدا له شهوته سپینه ماڼۍ سخته په ویره کی ده . دا د جوان ورځپانۍ د نن ورځې یو سرټکې دې .
د حماس غورځنګ ویاند د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر ته د تریبیون ورکولو له امله پر عربي خبریالانو نیوکه وکړه.
په عراق کې د امریکا په دوه اډو باندې توغندي بریدونه شوي دي . دغه راکټیز بریدونه په بغداد کې د ویکټوریا په نامه اډه کې دننه او د امریکا سفارت ته څېرمه پر التوحید اډې لګېدلي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې خارجه وزيرانو محمد جواد ظريف او سرګئ لاوروف په ټيلفوني خبرو کښې له سياسي لارو چارو په استفادې سره د قره باغ د مسئلې په هواري ټینګار وکړ.