د امریکا د زیات دباو سیاست د حکومتي ترهګرۍ نښه ده
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمې استازي مجید تخت روانچي د امریکا د زیات دباو سیاست د حکومتي ترهګرۍ مصداق وباله او ویې ویل دغه سیاست په خلکو کښې د درد او کړاو او دغه راز د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن له فاسد سیاست سره سم د ټولنیزو ناکراریو د رامینځته کولو لپاره پلان شوی دی .
هغه د ملګروملتونو دعمومي اسمبلۍ د شپږمې (۶) کمیټۍ په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د حکومتي ، د اقتصادي او د طبي ترهګرۍ په شمول په ټولو بڼو او شکلونو کښې ترهګرۍ په کلکه غندي وویل د همیشه او د اتل لپاره د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره په ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو سویو د اړونده هیوادونو ترمینځ له غږملتیا او ملګرتیا څخه د اطمینان او له څواړخیزه کړچار او قدرت څخه استفادې کولو پرته بله چاره نشته .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي وویل له ترهګرۍ سره مبارزه باید د ملګروملتونو له منشور سره سم او بشر دوستانه نړیوالو قوانینو او نړیوالو اصولو ته د احترام کولو پراساس ترسره شي .
هغه وویل د ملتونو وژل د نړیوالې ټولنې لپاره یو (۱)نړیوال چیلنج و او دی ځکه چې د ډیرو بې ګناه خلکو ژوند اخلي او دغه راز د هیوادونو د امنیت او د ثبات لپاره ورانونکي پایلې لري .
هغه په دې خبرې سره چې کورونا ویروس د ډیرو ټولنو د سلامتیا حالت بدل کړی دی وویل په ایران او نورو هیوادونو باندې د اغیز د شیندلو لپاره د امریکا د قوانینو او مقرراتو ورتپل ترهګرۍ ده کومو چې د کورونا ناروغۍ په وخت د روغتیا کلي شرایط نور پسې سخت کړي دي .
مجید تخت روانچي ټينګار وکړ دا یو(۱) ثابت شوی حقیقت دی چې امریکا نه یوازې په سیمه کښې بلکې په ټوله دنیا کښې د ترهګرۍ د پراخولو په حال کښې ده .