د ایران خارجه وزیر چین ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93446-د_ایران_خارجه_وزیر_چین_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د چین د خارجه وزیر« وانګي یی» په بلنه دغه هیواد ته ورغلی دی پرون د دغه هیواد د چارواکو په هرکلي سره «یون نان » ولایت ته لاړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 00:35 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر چین ته رسیدلی

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د چین د خارجه وزیر« وانګي یی» په بلنه دغه هیواد ته ورغلی دی پرون د دغه هیواد د چارواکو په هرکلي سره «یون نان » ولایت ته لاړ .

ټاکل شوي ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د چین د باندنیو چارو له وزیر وانګ يي سره کتنه او خبرې وکړي .

د ایران د بهرنيو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده چین ته د خارجه وزیر محمد جوادظریف د سفر د جزیاتو په هکله وویل د نړیوالو او د سیمه ییزو بدلونونو او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په هکله د نظر تبادله په چین کښې د ایران د خارجه وزیر د خبرواترو چورلیزونه دي .

هغه وویل ایران او چین د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا له لاسوهنې او یواړخیز پالنې سره د مقابلې په شان مهمو ډګرونو  کښې یوشان نظر لري .