د ایران د تلې د ۱۹ نیټې ځینې مطبوعات
امریکا په بشری ضد اقداماتو سره د ایرانی ملت مقاومت نشی ماتولې .
اطلاعات
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د امریکا د تازه بایکاټونو په غبرګون کی د اسلامی ایران د ولسمشر ښاغلی حسن روحانی خبرو ته انعکاس ورکړی دی چی وایی امریکا په بشری ضد اقداماتو سره د ایرانی ملت مقاومت نشی ماتولې .
ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی ښاغلی روحانی د ایران د مرکزي بانک له مشر عبدالناصر همتي سره په خبرو کښې د امریکا د تهران ضد هڅو په هکله وویل د واشنګټن د حکومت اقدامات په خپلو داخلي هدفونو سره د سیاسي او د تبلیغاتي هڅو په چوکاټ کښې دي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د بې نتیجې اقدامات او کړچارونه له اټومي تړون په وتلو کښې د ډونالډ ټرمپ د ستراتيژۍ د غلطۍ دوام وباله او ویې ویل د امریکا حکومت د غلطې شننې په چوکاټ کښې باوري و چې د واشنګټن بایکاټونه د ایران د خلکو مقاومت ماتوي او د ایران ملت له مشکل سره مخ کوي خو د وخت تیریدلو وښودله چې دغه شننه له حقیقت سره واټن لري او کارندوالی یې نه درلود .
حسن روحاني دې ته په اشارې سره چې امریکا هر ځل د ستراتيژیکو غلطیانو په تکرارولو سره له ماتي سره مخ کیږي چې ښکاره بیلګه یې د ماشه د مکانیزم د فعالولولپاره هڅه وه وویل ټول هیوادونه ویني چې د امریکا دغه اقدامات کاملا د نړیوالو مقرراتو او قانون پرخلاف دي او د کورونا ویروس په شرایطو کښې هم د واشنګټن دغه اقدامات په بشپړه ډول د بشریت پرضد دي او په نړیوال ډګر کښې د بشري حقوقو ادعا کونکي باید دغه کار وغندي .
د سوریې ولسمشر بشار اسد وایی که امریکا له سوریه ونه وځی نو ولسی مقاومت به یې پرضد پیل شی .
د اروپا پارلیمان د خاشقجی د قتل په خاطر د عربستان د سزا کولو غوښتنه وکړه .
د ارمنستان لومړی وزیر ویلی دی له اذربایجان جمهوریت سره د سولې د بهیر د احیا لپاره چمتو یو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امریکایی نیواکګرو عسکرو د وتلو حکم صادر کړ .
د قرقیزستان ولسمشر د استعفا لپاره چمتو والې وښوده .
په کربلای معلی کی د حسینی اربعین په دستورو کی ۱۴ میلیون زایرینو شرکت وکړ .
د لبنان حزب ا... وایی د مقاومت بریاوې د فلسطین د ګټو په چوکاټ کې دی .
په کابل کی د ایران سفیر وایی د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت له دریځونو ملاتړ کوو .
د پاکستان پولیسو بلوې ته د خلکو د لمسولو په دلیل له نواز شریف شکایت وکړ .
جام جم انلاین
د ناټو عمومی منشی ټرمپ ته په خطاب کی ویلی دی ، افغانستان ته په ګډه لاړو او په ګډه هم ستنه شو .
د ټرمپ او بایډن دوهمه مناظره لغوه شوه .
په امریکا کی په یوه ورځ څه د پاسه ۹۵۰ کسان ووژل شول .
په عراق کی د حضرت عباس علیه سلام د حرم دفتر اعلان وکړ چی د اربعین په لاریون کی ۱۴ میلیون کسانو شرکت کړې دې .
د سوریې په دیرالزور کې امریکایی ضد مظاهرې دوام لری .
اې ایف سی ، د عربستان د النصر شکایت رد کړ او د ایران پرسپولیس فینالیسټ پاتې شو .
په سپینې ماڼۍ کې کرونا زیاته شوه ، ۳۴ کسان په دغې ناروغۍ اخته شول .
صیهونیسټ میشته ښارګوټو په الاقصی جومات حمله وکړه .
په عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ شرعی مفتی ونیول شو .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر وایی د کربلا پیښه د انقلابي کلتور ، حماسې ، زړورتیا او د اتلوالۍ نښه ده . سید حسن نصرا... د حسیني اربعین میلیوني او ستر لاریون ته په اشارې سره وویل د اسلامي ویښتیا غورځنګ ، د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب او د عراق د صدام رژیم نسکوریدا د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت کولو لپاره د عراق د باندې او په داخل کښې د اهل بیت علیه السلام د میلیونونو مینه والو پرمخ دروازې خلاصې کړې . هغه د حسیني اربعین ستر او میلیوني لاریون ډیره مهمه پیښه وبلله او ویې ویل د نړۍ ملتونه په ټيلي ویژنونو باندې د میلیونو حسیني زیارتوالو په لیدو سره له حسیني پاڅون او د هغه له هدفونو خبریږي .
کیهان
د عربستان یوه لیکواله او فعاله ندا ال سیف دحج او حسینی اربعین د دستورو په پرتلنه کی وایی د امام حسین علیه سلام خادمانو کربلا په بهشت او ګلستان بدله کړی ده او ال سعودو د خدای کور په قصاب خانې .
د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو په ماسکو کی کتنه او خبرې اترې وکړې .
د ایران خارجه وزیرښاغلی محمد جواد ظریف چین ته رسیدلی دې .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د سږ کال تر کریسمس پورې له افغانستانه د خپلو ترهه ګرو عسکرو د وتلو ژمنه وکړه .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د امریکا ولسمشر وایي تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي خو یوه وړه ډله عسکر به د اړتیا په صورت کې د امریکا ماموریت مخ ته وړي.
عمران خان امام خمیني رح د خلکو لپاره مهمه بیلګه وبلله . د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد خلکو ته په وینا کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمیني رحمت ا... علیه د ښکاره ځانګړنو د بیانولو په ترڅ کښې د هغه ساده ژوند کول د پاکستان د ولس لپاره مهمه بیلګه وبلله .