د سپاه ټول ظرفیت د کرونایی ناروغانو په خدمت کې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93535-د_سپاه_ټول_ظرفیت_د_کرونایی_ناروغانو_په_خدمت_کې_دې
. ده جوته کړه په پریکنده توګه د درملیز پرسنلو سرشیندنه به د ایرانی ملت په حافظې کې ثبت شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2020 02:55 Asia/Kabul
  •  د سپاه ټول ظرفیت د کرونایی ناروغانو په خدمت کې دې

. ده جوته کړه په پریکنده توګه د درملیز پرسنلو سرشیندنه به د ایرانی ملت په حافظې کې ثبت شی

د اسلامی ایران د ساتندویه ځواک مشر سردار سلامی وویل له کرونا سره د مبارزرې میدان ستر ازمښت وو چی طبی او درملیزې ټولنې د شرافت ، سرشیندنې ، وفاداری ، ایثار او له ځانه تیریدا په شان په ښکلیو او ځلانده مفاهیمو سره انځور کړل . ده جوته کړه په پریکنده توګه د درملیز پرسنلو سرشیندنه به د ایرانی ملت په حافظې کې ثبت شی .

له بلې خوا د ایران د روغتیایي چارو وزیرهم اعلان وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ظالمانه بندیزونو او د کرونا وایروس له اپېډمۍ سره په هممهاله توګه مبارزه کوي.

سعید نمکي زیاته کړه: ایران د امریکا د ظالمانه بندیزونو پرته د کرونا وایروس له وبا سره جنګیږي چي نړۍ ته د دې هیواد د ستروالې ښودنه کوي.

د ایران د روغتیایي چارو وزیر د دې په ویلو سره چي د کرونا د خپراوی په لومړیو ۵۰ ورځو کې د امریکا د بندیزونو سره سره د ایران پټروکمیکل کمپنیو وکړې شول د چي د ماسک او د کالو لپاره مناسب مواد تولید کړي.

ایران د دغو بندیزونو سره سره د کورني بساینې تر څنګ د نړۍ نورو هیوادونو ته هم روغتیایي توکي صادروي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په استول شوی لیک کې لیکلی و چي په ایران کې د کرونا وایروس سره مبارزه کې د امریکا ظالمانه بندیزونه خنډ رامینځ ته کړی دی.