عبدالله عبدالله تهران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93553-عبدالله_عبدالله_تهران_ته_راځي
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د راتلونکي ايتوار په ورځ تهران ته د افغانستان د ملي مصالحت د عالي شورا د مشر د سفر خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2020 01:32 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله تهران ته راځي

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د راتلونکي ايتوار په ورځ تهران ته د افغانستان د ملي مصالحت د عالي شورا د مشر د سفر خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده بېګا وويل، ډاکټر عبدالله عبدالله د راتلونکي ايتوار په ورځ د اکتوبر په اتلسمه د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ تهران سفر کوي.

هغه زياته کړه عبدالله به په دغه درې ورځني سفر کښې د ايران له ولسمشر، د اسلامي شورا د جرجې له مشر، خارجه وزير او نورو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

د يادونې ده چې عبدالله عبدالله له دې مخکښې پاکستان او هند ته هم سفر کړے ؤ.