په ایران کې په کرونا۲۵۳نور ککړکسان قرباني شول
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه شپږ ویشت زرهڅلور سوه نوي تنو ته رسیدلی وئيلی دي ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو ۲۵۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دیرش زره یوسل و درې ویشت تنو ته رسیدلی
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو دوروستي شمیر په اعلانولو سره وئيلي دي، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې ، په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ نور څلور زره یوسل و درې تنه پيژندل شوي چې له دوي کابو یو زر و اوه سوه نهه اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه شپږ ویشت زرهڅلور سوه نوي تنو ته رسیدلی وئيلی دي ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو ۲۵۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دیرش زره یوسل و درې ویشت تنو ته رسیدلی او همداراز تر دې د مه په ایران کې په درملنې پسې کابو څلور لکه درې ویشت زره نهه سوه یوویشت ککړ کسان ښه شوي هم دي .
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تردې دمه څه دپاسه نهه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي څه د پاسه یو میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.