ایران له کرونا سره په مقابلې کې په ځان بسیا دی
ډاکټر روحاڼي روښانه کړې ده ، نور هیوادونه له ایران سره حتی ، له بشری حقوقو، روغتیائی چارو او د انسانانو دژوند په ژغورنې اودرملنې کې مرسته او ملګرتیا نه کوي ،که څه ډنډورې ئې وهي .
ایرنا خبري آژانس راپورورکړی د اسلامی ایران ولسمشر د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور او ددوي له وینا مخکې د ایران له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې په غونډې کې په تیرو اتو میاشتو کې له کرونا سره دمقابلې د فعالیتونو په باب دیوه مفصل راپور په وړاندې کولو سره زیاته کړې ، د کرونا د خوریدا په پيل کې هیڅوک حاضر نه وو دتشخیص کیټونو ، د مصنوعي تنفس د آلو ، د آئي سی یو د تجهیزاتو او امکاناتو او حتی د ماسک په څير داړتیا وړ تجهیزات ایران ته ورکړي ، خو د پوه بنسټه شرکتونو باندې په تکیې سره دغه تجهیزات په چټکۍ سره تولید شول او اوس په دې زمینې کې په درست ایران کې هیڅ مشکل نشته .
ډاکټر روحاڼي روښانه کړې ده ، نور هیوادونه له ایران سره حتی ، له بشری حقوقو، روغتیائی چارو او د انسانانو دژوند په ژغورنې اودرملنې کې مرسته او ملګرتیا نه کوي ،که څه ډنډورې ئې وهي .
د اسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د کرونا ویروس دخوریدا چټکتیا دخوریدا له هماغه پیله نهه برابره زیاته شوې ، روښآنه کړې ده ، له دغه منحوس ویروس سره د مقابلې لپاره اوسمهال دروغتیائی پروټوکولونو له رعایتولو پرته بله هیح لاره نشته .