ایران د IAEA له پلټونکو سره ښه ملګرتیا کوي
(last modified Mon, 26 Oct 2020 03:17:45 GMT )
Oct 26, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • ایران د IAEA  له پلټونکو سره ښه ملګرتیا کوي

دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې دستمبر په دریمه نیټه د واکمنې شورا غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې دایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایټمي انرژ ۍ دنړیوال آژانس مشر  رافایل ګروسي  د جرمني له ډي پي خبري آژانس سره په مرکې کې  د ایران او آژانس  ترمینځ  ملګرتیاؤ ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  له ایټمی انرژۍ سره پر اړونده  مسئلو سربیره ، آژانس  په دغه هیواد کې  پر ایټمی پروګرام  باندې ډيره سخته څارنه کوي .

 ګروسي زیاته کړې ،  په همداوروستیو کې  د آژانس پلټونکو په ایران کې له دوو ا یټمی ریئکټرونو هم کتنه کړې ده . 

 دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس  مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې  دستمبر په دریمه نیټه  د واکمنې شورا  غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې  دایران  د پخو شوو یورانیمو  د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .

د ایران اسلامی جمهوریت او د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  د اګست په وروستیو کې  او  تهران ته رافایل ګروسي  د دوه ورځني سفر په پاي کې  په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي وو ، ایران  پخپلې خوښې د آژانس  دوو مشخص کړائ شوو ځایونو ته د لاس رسي امکان برابر کړی  او  ددغو موضوعګانو  دحل لپاره ئې د آژانس د پلټنو   فعالیتونو ته لازیاته لاره هواره کړې ده .