ایران په سیمه کښې د ترهګرو شتون نشي زغملی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93811-ایران_په_سیمه_کښې_د_ترهګرو_شتون_نشي_زغملی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په سیمه کښې د ترهګرو شتون د تهران لپاره د زغملو وړ ونه باله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 01:35 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې د ترهګرو شتون نشي زغملی

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په سیمه کښې د ترهګرو شتون د تهران لپاره د زغملو وړ ونه باله .

هغه پرون په سیمه کښې د ترهګرو په شتون د اندیښنې په ښودلو سره وویل په سیمه کښې د ټروریسټانو شتون د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د زغملو وړ نه دی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  وویل د اذربایجان جمهوریت د ځمکنې بشپړتیا احترام کول او د نړیوالو سرحدونو د نه بدلولو او له سوله ییزې لارې د شخړې حل کول د ایران د اسلامي جمهوریت د فعالې ډیپلوماسۍ اصول دي .

جواد ظریف وویل د ایران اسلامي جمهوریت د قره باغ د شخړې د دائمي حل لپاره یو(۱) پلان تدوین کړی دی چې نن یا سبا به مطرح شي او دغه پلان به ورپسې د روسیې او د ارمنستان له چارواکو سره تعقیب شي .

د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷)نیټې راهسې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ نوي جنګونه پیل شوي او تراوسه د د دواړو لورو ګڼ شمیر عسکر او عادي خلک مړه او ژوبل شوي دي .