د ايران خارجه وزير کاراکاس ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93981-د_ايران_خارجه_وزير_کاراکاس_ته_لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د وېنزوېلا پائتخت کاراکاس ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2020 00:47 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير کاراکاس ته لاړ

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د وېنزوېلا پائتخت کاراکاس ته لاړ.

محمد جواد ظريف لاتيني امريکې ته د خپل سفر په  وړومبني پړاو کښې پرون وېنزوېلا ته ورسېد چې د دغه هېواد خارجه وزير خورخه ارئاسا يې تود هرکلے وکړ.

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د ګل په ورځ بوليويا، کيوبا او وېنزوېلا ته د ظريف د سفر خبر ورکړے ؤ.

ټاکل ښوې ده د ايران خارجه وزير د لاتيني امريکې درې هېوادونو ته په خپل سفر کښې د بوليويا د نوي ولسمشر لوئيس آرسه د حلف اوچتولو په مراسمو کښې شرکت وکړي او د کيوپا او وېنزوېلا له چارواکو سره هم د اقتصادي او تجارتي ملګرتيا د پراختيا په اړه صلاح مشورې وکړي.