ظریف له ماډورو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94008-ظریف_له_ماډورو_سره_وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وینزویلا له ولسمشر سره ملاقات وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • ظریف له ماډورو سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وینزویلا له ولسمشر سره ملاقات وکړ

محمد جواد ظریف د وینزویلا له چارواکو سره د ملاقاتونو په دوام کښې د دغه هیواد له ولسمشر نیکلاس ماډورو سره هم وکتل.

دواړو چارواکو په دغه ملاقات کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د مختلفو مسائلو او هم داشان د مهمو نړیوالو مسائلو په هکله صلاح مشور او د نظر تبادله وکړه.

د ایران خارجه وزیر له ماډورو سره له کتنې مخکښې د وینزویلا له خارجه وزیر جورج آریزا Jorge Arreaza او له مرستیال ولسمشر ډلسي روډریګیوز Delcy Rodríguez سره لیده کاته کړې وو.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تیره چارشنبه د وینزویلا، کیوبا او بولیویا دریو هیوادونو ته د سفر په پیل کښې وړومبې د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته تلې دی.

محمد جواد ظریف به له هلته نه کیوبا او بولیویا ته لاړ شي او ټاکل شوې چې د دغه هیواد د نوي ولسمشر لوئیس آرسې Luis Arce د لوړې په دستورو کښې به ګډون وکړي.