په ایران کې نور۴۲۳کسان د کروناویروس قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94044-په_ایران_کې_نور۴۲۳کسان_د_کروناویروس_قرباني_شول
په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې څه د پاسه نهه زره ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي درې زره اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2020 12:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور۴۲۳کسان د کروناویروس قرباني شول

په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې څه د پاسه نهه زره ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي درې زره اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامی ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن  په هیواد کې په کروناویروس د ککړو کسانو داحصایو په وړاندې کولو سره وئیلي دي ، په تیرو شواروز کې  په درست هیواد کې  څه د پاسه نهه زره  ککړ کسان پیژندل شوي  چې له دوي  درې زره  اویا کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن لاري وئيلي له بده  مرغه په تیرو ۲۴ساعتونوکې په درست هیواد کې په کرونا ککړو  څلور سوه درې  ویشت کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی،چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه د  کرونائي قربانیانو شمیر  اوه دیرش زره اته سوه دوه دیرشو تنو ته رسیدلی دی .

  په درستې نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه نهه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي  لږترلږه  یو میلیوناو دوه لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو پنځه دیرش میلیون نورهم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .