د شهید سلیماني د وینې بدل به زر واخیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94219-د_شهید_سلیماني_د_وینې_بدل_به_زر_واخیستل_شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران قومندان برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د سردار شهید قاسم سلیماني له قاتلانو به د هغه د وینې بدل واخلو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2020 00:39 Asia/Kabul
  • د شهید سلیماني د وینې بدل به زر واخیستل شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران قومندان برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د سردار شهید قاسم سلیماني له قاتلانو به د هغه د وینې بدل واخلو .

د ایران د سپاه پاسداران قومندان برید جنرال حسین سلامي پرون په تهران کښې د عراق له دفاع وزیر جمعه عناد سعدون سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دغه انتقام اخیستل د سردار قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د شهادت د حقوقي بهیر له تعقیبونې سره ارتباط نلري  هیله څرګنده کړه د عراق خلک به هم د خپل شهیدشوي سردار ابو مهدي المهندس د وینې بدل واخلي .

هغه وویل بې شکه سردار قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د پلانونو په شنډولو  او د داعش ډلې په نسکورولو کښې په اسلامي نړۍ کښې تر ټولو پریکنده او تر ټولو ټاکونکی رول ولوبوه .

د ایران د سپاه پاسداران قومندان حسین سلامي په دې خبرې سره چې د عراق لپاره د ایران ارزو دا دی چې دغه هیواد یو(۱) خپلواکه ، ازاد ، متحد ، عظیم ، امنه او قدرتمن هیواد ووسي له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو یا د هغوې د ایستلو پرضرورت ټینګار وکړ .

د عراق دفاع وزیر جمعه عناد سعدون هم په دغه کتنې کښې وویل ایران د داعش ډلې د حملې په حساس وخت کښې له عراق سره مهمې مرستې وکړې .

هغه وویل د ایران وروڼو د داعش ډلې له ترهګرۍ سره په مبارزې  کښې د عراق له خلکو سره مرسته وکړه او مونږ  چې هر څه ته ضرورت درلود نو ایران راکړل  او مونږ به دغه ښیګڼه هیره نکړو .