امریکا د بیان د ازادۍ ترټولو ستره خلاف ورزۍ کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ټویټر اینټرنیټ پاڼې د بیان د ازادۍ په خلاف ورزۍ کونکي اقدام کښې په روانې میاشتې کښې د واشنګټن له اعمال شویو بایکاټونو وروسته د ایران د تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه د ټویټر پاڼه وتړله .
د ایران د تیلو وزیر زنګنه مخکې د خپل ځان پرضد د امریکا بایکاټونو ته په غبرګون کښې ویلي وو دغه بایکاټ لګول د ایران د تیلو د صادراتو صفر ته د رسولو لپاره د واشنګټن د سیاست ماتي خوړلو ته منفعلانه غبرګون دی .
د ایران د تیلو وزیر زنګنه ویلي دي چې په نړۍ کښې د یواړخیز پالنې پړاو پاې ته رسیدلی او د ایران د تیلو صنعت به دړې وړې نشي .
د ایران د تیلو په وزیر بایکاټ لګول په دغه مسلې د امریکا اعتراف دی چې واشنګټن د ایران پرضد د نویو بایکاټونو دلګولو لپاره نور څه نه لري او له دې زیات چې هغه عملي بایکاټ وګڼل شي رواني جنګ ته ورته دی .