امریکا د بیان د ازادۍ ترټولو ستره خلاف ورزۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94224-امریکا_د_بیان_د_ازادۍ_ترټولو_ستره_خلاف_ورزۍ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ټویټر اینټرنیټ پاڼې د بیان د ازادۍ په خلاف ورزۍ کونکي اقدام کښې په روانې میاشتې کښې د واشنګټن له اعمال شویو بایکاټونو وروسته د ایران د تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه د ټویټر پاڼه وتړله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2020 01:26 Asia/Kabul
  • امریکا د بیان د ازادۍ ترټولو ستره خلاف ورزۍ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ټویټر اینټرنیټ پاڼې د بیان د ازادۍ په خلاف ورزۍ کونکي اقدام کښې په روانې میاشتې کښې د واشنګټن له اعمال شویو بایکاټونو وروسته د ایران د تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه د ټویټر پاڼه وتړله .

د ایران د تیلو وزیر  زنګنه مخکې د خپل ځان پرضد د امریکا بایکاټونو ته په غبرګون کښې ویلي وو دغه بایکاټ لګول د ایران د تیلو د صادراتو صفر ته د رسولو لپاره د واشنګټن د سیاست ماتي خوړلو ته منفعلانه غبرګون دی .

د ایران د تیلو وزیر زنګنه ویلي دي چې په نړۍ کښې د یواړخیز پالنې پړاو پاې ته رسیدلی او  د ایران د تیلو صنعت به دړې وړې نشي .

د ایران د تیلو په وزیر بایکاټ لګول په دغه مسلې د امریکا اعتراف دی چې واشنګټن د ایران پرضد د نویو بایکاټونو دلګولو لپاره نور څه نه لري او له دې زیات چې هغه عملي بایکاټ وګڼل شي رواني جنګ ته ورته دی .