د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکي ،د ایران په ضددپریکړه لیک بنسټګران
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94258-د_بشري_حقوقو_خلاف_ورزي_کونکي_د_ایران_په_ضددپریکړه_لیک_بنسټګران
ملګروملتو په تیر کال کې د سعودي عربستان د رژيم په لاس د یمن د دوه سوه دوویشت ماشومانو له وژلو سره سم ، ددغه ظالم او جنایتکار رژيم نامه د ماشومانون د حقوقو دخلاف ورزي کونکو او د ماشومانو د وژونکو رژيمونو له لیسټه ویستلې ده چې له هیڅ ډول انساني معیار او د بشری حقوقو له اصولو سره سمون نه خوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2020 10:23 Asia/Kabul
  • د بشري  حقوقو خلاف ورزي کونکي ،د ایران په ضددپریکړه لیک بنسټګران

ملګروملتو په تیر کال کې د سعودي عربستان د رژيم په لاس د یمن د دوه سوه دوویشت ماشومانو له وژلو سره سم ، ددغه ظالم او جنایتکار رژيم نامه د ماشومانون د حقوقو دخلاف ورزي کونکو او د ماشومانو د وژونکو رژيمونو له لیسټه ویستلې ده چې له هیڅ ډول انساني معیار او د بشری حقوقو له اصولو سره سمون نه خوري .

د ایران په ضد دجوړو شوو ادعاګانو په اساس د بشري حقوقو د پریکړه لیک د تصویبولولپاره د ځينو هیوادونو هڅه ،په یوه تکراري بهیر بدله شوې ده .

په دې زمینې کې تر ټولو وروستي خوځښتونه  هغه پریکړه لیک دی ، چې  د کاناډا له خوا   داسلامی ایران  په ضد دملګروملتو  د عمومي اسمبلۍ دریمې کمیټې ته  وړاندې شوی دی .

  دایران د قضایه قوې  د بشري حقوقو  د کمیټې منشي علی باقري کني  دغه پریکړه لیک  په ردولو سره روښانه کړې ده ، ددغه پریکړه لیک   همتړونونه هغه هیوادونه دي  چې  په مختلفو رودو سره  له  هغو ترهه ګرو ډلو  چې  لاسونه ئې د زرګونو  ایرانیانو په وینو ککړ دي ، ملاتړ کوي  او  یا د ایران دملت په ضد د امریکا د غیر قانونی او ظالمانه  بندیزونو مجریان  شوي دي .

 ددغه پریکړه لیک  اصلي اساس ،  د ایران په باب د بشري حقوقو  د وضعیّت په باب د ملګروملتو د سرمنشي  راپور دی . باقري کني  په دې باب هم  دې ټکي ته په اشارې سره  چې  د ملګروملتو سرمنشي  په داسې حال کې  په ایران کې د  نشه ایزو موادو  دقاچاقبرو په سزا کیدا نیوکې کوي ، چې  پخپل راپور کې ئې  د څه دپاسه څلور زره  ایرانیو عسکر شهادت او د څه دپاسه دولس زره نورو ټپي کیدا ته هیڅ اشاره نه ده کړې ، د ایران  د ولس پر اقتصادي وضعیّت  د امریکا د ترهه ګر رژيم دبندیزونو د رول په حذفولو کې  د ملګروملتو د سرمنشي په اقدام نیوکه کړې ده .

 ظاهرا په ملګروملتو کې هم  سیاسی ملاحظات،د بشري حقوقو  د واقعیّتونو د بیانولو خنډ کیږي. باقری کني وئيلي دي ،ملګروملتو  په تیر کال کې د سعودي عربستان د رژيم په لاس د یمن د دوه سوه دوویشت ماشومانو له وژلو سره  سم ، ددغه ظالم او جنایتکار رژيم نامه  د ماشومانون د حقوقو دخلاف ورزي کونکو او د ماشومانو د وژونکو رژيمونو له لیسټه  ویستلې ده چې  له هیڅ ډول انساني معیار او د بشری حقوقو له اصولو سره سمون نه خوري .

 د بشري حقوقو دغه مدعیان په داسې حال کې دنورو هیوادونو په ضد  اعلامیې صادروي،چې  پخپلو هیوادونو کې په توکمپالنو اعتراضونه په سخته ځپي    او ددیني ارزښتونو اومقدساتو سپکاوي ، د مسلمانانو کړَول  او د اروپائي اتحادئې د پولو د دننه  پر مهاجرانو سخت دباؤنه ، د قانون اجرا او د بیان آزادي  ګڼي . کینیډا هم  چې د ایران په ضد دبشري حقوقو د پریکړه لیک یو بنسټګر هیواد دی ، دهمدغو دورغجنو مدعیانو په لیکه کې راځي . کینیډا  په داسې حال کې  د ایران په ضد د پریکړه لیک پر وړاندې کولو ټينګار کوي ، چې  سترګې ئې د صهیونیسټانو  دتیریود میلیونونو قربانیانو پر برخلیک  پټې کړي دي  او ددغه جنایتکار او وحشي رژيم ملاتړ کوي . کینیډا ، په داسې حال کې  ایران  د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوي چې  ددغه هیواد ځاي میرمنې له توپيرونو ډيرې کړیږي  او  په دغه ټاټوبي کې  دبې درکه شوو زرګونو ځاي میرمنو  برخلیک  هماغه راز  دیوه راز په توګه باقي پاتې دی .

 د ایران په ضد د بشری حقوقو دپریکړه لیک بنسټګران ، په حقیقت کې  په وژونکو ناروغیو د ککړو ماشومانو او ښځو د مړینو، ددرملو بندیزونو  او د لکونو ایرانیو د حقوقو دخلاف ورزۍ اصلي عاملان دي . دغه بهیرونه ښئ چې  د  بشري حقوقو  له موضوع سره د دوي د چلند څرنګوالی  له دې سره اړه لري ، چې  په کوم هیواد تورونه لګوي .

 حقیقت دادی چې دلویدیځ  د بشري حقوقو هغو اورګانونو او موسیسو   ماهیّت او کړچار  او سیاسی  ګټه غواړي لیدتوګې ،  چې دانساني حقوقو ددفاع په خاطر جوړې شوي دي ،د دوي له واقعي حیثیّت او اعتباره  وتلي دي . لویدیيځي  نړۍ چې  خپلې سترګې ئې پر بوږنونکو جنایتونو پټې کړي دي  او پخپله د بشری حقوقو په ترټولو  سترو خلاف ورزي کونکو بدل شوي دي ، نو ادعا نشي کولی چې  دبشري حقوقو پلویان دي  او   په غرضي موخو سره د نورو هیوادونو لپاره کوم پریکړه لیک وړاندیز کړي .