نړیوال نظام کې دقدرت جوړښت دتیریدااومنتقلیداپه حال کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94259-نړیوال_نظام_کې_دقدرت_جوړښت_دتیریدااومنتقلیداپه_حال_کې_دی
د نړۍ د هیوادونو دحکومتونو او د نړیوال تجارت د اورګانونو مشران د اورآسیا اقتصادي ټولنه د ډيرو ظرفیّتونو او کارندوالي په دلیل د لوئې وچې او ورآخو په یوې پراخ بنسټه ټولنې بدلولی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 17, 2020 10:40 Asia/Kabul
  •   نړیوال نظام کې دقدرت جوړښت دتیریدااومنتقلیداپه حال کې دی

د نړۍ د هیوادونو دحکومتونو او د نړیوال تجارت د اورګانونو مشران د اورآسیا اقتصادي ټولنه د ډيرو ظرفیّتونو او کارندوالي په دلیل د لوئې وچې او ورآخو په یوې پراخ بنسټه ټولنې بدلولی شي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  د  ایران ددرستو قواؤ د ستر قوماندان ځانګړي سلاکار  وئیلي دي ، په اقتصادي ، کلتوري او جیو سټراټژيک  اړخونو کې  په نړیوال نظام کې د قدرت جوړښت  د تیریدا او منتقلیدا په حال کې دی .

سردار  یحیی  رحیم صفوي  نن د ایران د شمال  په بندر انزلي کې   د اور آسیا  د اقتصادي ټولنې   نړیواله غونډه او په سیمه ایزې پراختیا کې د آزادو سیمو د  جیوپولیټيک   رول  په نامې سره په سیمنار کې  وئیلی دي ،  په نړۍ کې د قدرت جوړښت  د نوي نظم په لور  په حرکت کې دی او   د نړۍ په مقیاس او معیار کې د امریکا  له داخله تر بهر پورې  ددغه  هیواد  اقتصادي ، سیاسی او کلتوري  قدرت ځوړتیا قطعي ده  او نور امریکا د نړۍ زبرځواک نه دی . 

 سردار صفوي  د امریکا د باؤؤ   ناکامۍ ته په اشارې سره  وئیلي دي ، د ایران ،روسیې ، چین او ونزویلا په څیر د خپلواکه حکومتونو او ملتونو په ضد دزیاتره  دباؤ  داعمالولو لپاره  دبندیزونو او  نورو اقتصادي سیاسی او کلتوري  آوزارونو   د اغیزوکمیدا ، په سیمه ایز مقیاس او د آسیا  او اوقیانوسیې په لوئې وچې کې د  نوو ، اقتصادي ،سیاسی او کلتوري  قدرتونو د راپنځیدو  لامل شوي ده .

سردار جنرال یحیی صفوي دغه راز  د سیمه ایزو اړیکو په پراختیا کې د  آزادو سیمو رول ته اشاره کړې او وئيلی ئې دي ، د نړۍ د  هیوادونو دحکومتونو او د نړیوال تجارت د اورګانونو مشران  د اورآسیا اقتصادي ټولنه  د ډيرو ظرفیّتونو او کارندوالي په دلیل د  لوئې وچې او ورآخو  په یوې پراخ بنسټه ټولنې بدلولی شي .