د ایران او یمن د اړیکو پراختیا ضروري ده
په یمن کښې د ایران سفیر د دې دواړو هیوادونو د تاریخي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
په یمن کښې د ایران سفیر د دې دواړو هیوادونو د تاریخي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
حسن ایرلو پرون په صنعاء کښې د یمن د پارلیمان له مشر یحیی علي الراعي او د دغه ارګان له یوشمیر نمایندګانو سره په کتنه کښې د ایران او یمن د ولسونو ترمینځ ورورولیزو اړیکو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا به د دواړو ولسونو د خدمت په لړ کښې وي.
په دغه ملاقات کښې د یمن د پارلیمان مشر هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په هرکلي سره وویل: ایران وړومبنې هیواد دی چې د امریکې او سعودي ائتلاف له بندیزونو سره سره یې خپل سفیر صنعاء ته رالیږلې دی.
الراعي په دې خبرې سره چې د یمن ولس به د سعودي ائتلاف د تیري ګرو په وړاندې خپل مقاومت هم دغه شان جاري وساتي، زیاته کړه: نړیواله ټولنه باید د یمن د ولس د مظلومیت او د سعودي ائتلاف د تیري په اړه په خپلو محاسباتو دوباره غور وکړي.
د یمن د پارلیمان مشر هم داشان د ایران او یمن د تاریخي اړیکو ژوروالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې هیواد یې په ټولو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پياوړتیا غوښتونکې دی.