ایران له افغانستان سره د ملګرتیاؤ پراخولو ته تیار دی
Nov 22, 2020 07:54 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.
محمد جواد ظریف پرون د افغانستان له خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کښې، له ولسي جرګې څخه د باور راې د ترلاسه کولو او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ګمارل کیدو مبارکي وویله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران د اسلامي جمهوریت له هراړخیزو ملاتړونو په قدرونې سره، له تهران سره د اړیکو د هراړخیزې لوړتیا لپاره د کابل پر هوډ ټینګار وکړ.
ټیګونه