اروپا دې خپله خپلواکي او حاکمیّت وساتي
بندیزونه له کرغیړنو حالاتو پرته هیڅ ګټه نه لري او یوازې د ترینګلتیاؤ دزیاتیدا لامل کیږي ،اروپائي اتحادیه او اروپائي ټرائيکاباید خپلواکه دریځونه غوره کړي او د امریکایانو په پلۀ دې پل نه ږدي .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د سویډ له خارجه وزیرې میرمن آن لینډه سره په ټيلیفوني تماس کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو په عمل کې داروپائي هیوادونو په بې وسۍ په نیوکو سره ،د سویډ حکومت ته سپارښتنه کؤې چې خپله خپلواکي اوحاکمیّت دې د امریکا د سرزرو او ظالمانه سیاستونو قرباني نه کړي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر په دغه تماس کې همداراز د نړیوالو بدلونونو ،سیمه ایزو موضوعګانو،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره د اړونده موضوعګانو او دوو اړخیزو اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمینځ دکنسولي مسئلو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه .
جواد ظریف د اسلامی ایران په ضد د متحده ایالاتو د غیرقانوني اوظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره ، وئيلي دي،دغه شان بندیزونه له کرغیړنوحالاتو پرته هیڅ ګټه نه لري او یوازې د ترینګلتیاؤ دزیاتیدا لامل کیږي ،اروپائي اتحادیه او اروپائي ټرائيکاباید خپلواکه دریځونه غوره کړي او د امریکایانو په پلۀ دې پل نه ږدي .
اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا له یواړخیز وتنې وروسته ژمنه کړې وه د ایران داقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه ساتي،خو تردې دمه ئې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلولپاره په وعده ورکړل شوو عملی اقداماتوکې هیڅ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی ، یا ئې نه دي غوښتي خپلواکه عمل وکړي .